د انجنيري پوهنځی د پنځلسمي دورې د فارغ کېدونکو محصلانو د عملي پروژو نندارتون

24 غویی, 1397

 

د ۱۳۹۷ل.کال د غويي د مياشتي پر ۲۴ نېټه د انجنيري پوهنځی د پنځلسمي دورې د فارغ کېدونکو محصلانو د عملي کارونو نمونې د عامه پوهاوي په موخه د يو نندارتون په ترڅ کي د کډونوالو سره شريکي سوې.په دې نندارتون کي د ګډون له پاره د پوهنتون د مشرتابه، استادانو، اداري کارمندانو تر څنګ د کندهار ولايت د دولتي او غيري دولتي ادارو مسؤلينو ته هم بلنه ورکړل سوې وه، تر څو د انجنيري پوهنځی د محصلانو له خوا په لاس جوړ سوو ماشين الاتو څخه له نژدې ليدنه وکړي.د پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېرشاه رشاد د انجنيري استادانو او محصلانو ته د دې پرتمين نندارتون مبارکي وويل او زياته ئې کړل، چي دا ستاسو د څلور کالو د زحمتونو نتېجه ده نوموړي وويل کندهار پوهنتون په دې مياشت کي يو نړۍ وال سمپوزیم او دوه لوی او بې ساري نندارتونه دايري کړي دي.ښاغلي رشاد وويل، د پوهنتون يوه دنده ټولني ته په کار پوه کسان وړاندي کول دي او د محصلانو څخه ئې وغوښتل، چي خپلو زده کړو او عملي کارونو ته دوام ورکړي.د انجنيري استاد پوهنيار عبدالباري جهيد وويل، د دې نندارتون څخه مو هدف د انجنيري پوهنځی د محصلانو د عملي کارونو سره د عامو خلګو اشنا کول دي او داسي عملي کارونه د هر سمسټر په پای کي د انجنيري پوهنځی د محصلانو له خوا تر سره کيږي.ټولو ګډونوالو د محصلانو د پروژو څخه د نژدي ليدنه وکړه او خپل نظريات ئې د نوموړو محصلانو سره شريک کړل او د دوی زحمتونه ئې وستايل.د نندارتون په پای د انجنيري پوهنځی اړوند د انرژي څانګي له خوا اماده سوي سرټيفيکېټونه محصلانو ته ورکړل سول.