د افغانستان د ځوان رهبرانو د ټولني استازو له کندهار پوهنتون څخه ليدنه وکړه

24 جنوري, 2019

 

د (۱۳۹۷ل) کال د سلواغې د مياشتي پر (۳) نېټه د افغانستان د ځوان رهبرانو د ټولني ۲۳تنو د ۲۳ولاياتو  استازو له کندهار پوهنتون څخه ليدنه وکړه.د افغانستان د ځوان رهبرانو د ټولني ۲۳تنو استازو لومړی کندهار  پوهنتون د علمي مرستيال پوهنمل شېر شاه رشاد سره د يوې غونډي پر مهال وکتل.د غونډي په پېل کي پوهنمل شېر شاه رشاد د ځوان رهبرانو د ټولني استازو ته د ښه راغلاست تر څنګ د کندهار پوهنتون د برياوو او فعاليتونو په اړه بشپړ معلومات وړاندي کړل او زياته ئې کړه، چي کندهار پوهنتون د ځوانانو سالمي روزني ته ژمن دئ او په دې برخه کي خپلي هلي ځلي نوري هم ګړندۍ کوي.د غونډي په پای کي راغلو مېلمنو د ښاغلي رشاد څخه د پوهنتون اړوند پوښتني وکړې، چي د رشاد صاحب له خوا ورته جوابونه ورکړل سول.وروسته د ځوان رهبرانو د ټولني استازو د پاچاخان څېړنيز مرکز، علامه حبيبي کتابتون او کندهار پوهنتون له نورو څانګو څخه له نژدې ليدنه وکړه او د کندهار پوهنتون فعاليتونه ئې وستايل.