د افغانستان د پستې ترويج، توليد، پروسس او صادراتو د پرمختيا په اړه غونډه

06 جنوري, 2019

 

کندهار پوهنتون د ۱۳۹۷ل.کال د مرغومي د مياشتي پر(۱۵)نېټه د کندهار پوهنتون د غونډو په تالار کي د افغانستان د پستې ترويج، توليد، پروسس او صادراتو د پرمختيا په اړه يو پرتمينه غونډه دايره کړه.په دې غونډه کي په ټولنيزو چارو کي د والي مرستيال او د رئيس جمهور سلاکار وزير حاجي آغالالی دستګيري، د کندهار ولايت د ولسواليو ولسوالانو، د سکتوري ادارو رئيسانو، د سوداګري او صنايعو خوني رئيس، ملي سوداګرو، د بزګرانو د اتحايې غړو، کروندګرو، د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، اداري کارمندانو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی وو.د کندهار پوهنتون رئيس دوکتور حضرت مير توتاخيل د جمهوري رياست څخه راغلي پلاوي ته د هر کلي تر څنګ وويل د افغانستان جمهور رئيس ډاکټر محمد اشرف غني د افغانستان د خودکفايي له پاره ملا تړلې او په دې برخه کي ئې لازم اقدامات اخيستي دي، چي زه ورڅخه د زړه له کومي مننه کوم.نوموړي وويل د دې غونډي موخه او هدف د پستې د باغونو له جوړولو سره د بزګرانو اشنا کول دي ځکه د افغانستان پسته د خاصو ځانګړتياوو درلودونکې ده، خو متاسفانه په روانو جګړو کي د افغانستان پستې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دئ.ښاغلي توتاخېل وويل پسته د اقتصادي ارزښت تر څنګ غذايي ارزښت هم لري او کښت ئې ډيرو لږو اوبو ته اړتيا لري.ښاغلي لاهور قادري د کندهار ولايت مقام، د سوداګري او صنايعو خوني رياست، کندهار پوهنتون او کرهڼي پوهنځی له هڅو او زحمتونو څخه مننه وکړه، چي د دې غونډي په دايرولو کي ئې ګاللي دي.ښاغلي قادري وويل جمهور رئيس ډاکټر محمد اشرف غني د کرهڼي په اړه خپلي هڅي ګړندۍ کړي او نوموړی غواړي، چي د بزکرانو غوښتنو ته رسيدهګي وسي او ښاغلي قادري له بزګرانو او کندهار پوهنتون سره د چارو د ادارې تخنيکي معاونيت په استازيتوب د هر اړخيزي مرستي او همکارۍ ژمنه وکړه.په ټولنيزو چارو کي د والي مرستيال او د رئيس جمهور سلاکار وزير حاجي آغالالی دستګيري د کابل څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د کندهار پوهنتون له مشرتابه، د کابل څخه راغلي پلاوي او د افغانستان د جمهور رئيس څخه مننه وکړه، چي د دې زون د بزګرانو غوښتنونو او اړتياوو ته خاصه پاملرنه کوي.د کندهار ولايت د کرهڼي رئيس حفيظ الله سعيدي وويل افغانستان يو کرهڼيز هيواد دئ، ځکه ښه حاصلخيزي خاوري لري، لس ساعته اوسط لمر لري، خوږې اوبه لري او اقليم ئې د کښت او کروندې له پاره برابر دئ.نوموړي وويل د فابريکو له پاره خامو موادو ته اړتيا لرو، نو له دې امله بايد زراعتي پرمختګ وکړو.د کندهار پوهنتون د کرهني پوهنځی رئيس پوهنيار حيات الله احمدي د پستې د ترويج، توليد، پروسس او صادراتو د پرمختيا په اړه بشپړ معلومات د غونډي له ګډونوالو سره په يو پريزينټېشن کي شريک کړل.د پستې د اتحاديې د خوني مسؤل د پستې د باغ د جوړېدو په وړاندي د پرتو خنډونو په اړه وويل د اوبو نشتون، د نيالګيو نشتون، کيمېاوي سری نشتون، د نمايشي قعطو نه شتون، د دولت او مؤسسو نه پاملرنه او د پستې له باغ سره د بزګرانو نه بلدتيا څخه ئې د نمونې په ډول يادونه وکړه.د غونډي په پای کي د کابل څخه د راغلي پلاوي له خوا د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل او په اخر کي د رواني غونډي ارزونه د کندهار پوهنتون د رئيس دوکتور حضرت مير توتاخيل له خوا وسوه،  د غونډي د اهميت تر څنګ د پستې د عامولو په اړه ئې د کرهڼي رياست، د کرهڼيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون مکلفيتونه مشخص کړل او هغه څه چي په بزګرانو پوري مربوط وه هغوی او ولسوالانو ئې په دې برخه کي سالم رقابت ته راوبلل تر څو عملاً په دې برخه کي مثبت ګامونه واخيستل سي.