د افغانستان د اسټرو فزیک ( اسټرونومي) ادارې د استازي ښاغلي نوید احمد هوتکي له خوا د کندهار پوهنتون سره د یو تیلسکوپ مرسته وسوه

29 اکتوبر, 2019

 

د ۱۳۹۸ل. کال د لړم میاشتي پر ۲ نېټه (پنج شنبه) د افغانستان د اسټرو فزیک د ادارې د مسؤل عبدالاحد مومند لخوا د دې ادارې د جنوب لویدځ زون مسؤل نوید احمد هوتکي کندهار پوهنتون ته د فضایي تحقیقاتو او نوښتونو له پاره یو ( 203 بالیکس انعکاسي تیلسکوپ) په داسي حال کي ډالۍ کړ، چي په پار یې په کندهار پوهنتون عمومي لابراتور کي غونډه دایره سوې وه.په نوموړې غونډه کي د کندهار پوهنتون رئیس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق، علمي مرستیال پوهنمل شېرشاه رشاد د کرهڼیزو علوم او تکنالوژۍ د ملي پوهنتون رئیس دوکتور حضرت میر توتاخیل، مشر استاد بابی صاحب د اسټرو فزیک اداري د جنوب لویدځ زون استازی نوید احمد هوتکي، د ښووني او روزني پوهنځي رئیس د فزیک د څانګي آمر، یو شمېر استادانو او  اداري کارکوونکو ګډون کړی وو، د غونډي په پیل کښي ښاغلي هوتکي د تیلسکوپ په هکله د غونډي ګډونوالو ته توضبحات ورکړل او وروسته د کندهار پوهنتون راهبري د دوی له دغي پیرزویني او علمي مرستي څخه د زړه له کومي مننه وکړه او زیاته یې کړه چي د یادي ادارې مسؤل عبدالاحد مومند چي د افغانستان په سطحه لومړی فضا ته تلونکی کس دئ، په راتلونکي وخت کي به د ده د ویاړ په موخه په کندهار کښي پروګرام ته را دعوت سي.