د استاد محمد معصوم هوتک د ادبي خدمتونو په وياړ غونډه

02 مې, 2019

 

د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو او ښووني او روزني پوهنځيو د پښتو څانګي له خوا د ۱۳۹۸ل. کال، د غويي د مياشتي پر (۱۱)نېټه د پښتو ژبي د نوموتي ليكوال، څېړونکي، نقاد او مؤرخ استاد محمد معصوم هوتک د ادبي خدمتونو په وياړ غونډه دايره کړه.

په دې غونډه کي د هيواد ستر انتروبالوجست او ليكوال او شاعر ډاکټر عبدالرازق پالوال، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار ډاکټر طارق رشاد، فضل محمد پنهان، د کندهار پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، اداري کارمندانو، د کندهار ولايت او شاوخوا سيمو ليکوالانو، اديبانو، فرهنګپالانو، شاعرانو، ژبپوهانو او د کندهار پوهنتون ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی وو.د غونډي په پيل کي د کندهار پوهنتون رئيس دوکتور حضرت مير توتاخېل پرانستونكې وینا وکړه، ښاغلي توتاخېل وويل ډېر د خوشحالي ځای دئ، چي کندهار پوهنتون يو ځل بيا د پښتو ژبي د نوموتي ليكوال، شنونکي او محقق استاد محمد معصوم هوتک د ادبي خدمتونو ستاينه د هغه په ژوند کي کوي او زياته ئې کړه، چي د پښتو ژبي تكړه ليكوال محمد معصوم هوتک د هيواد او سيمي په کچه بې ساري خدمتونه کړي دي ، هغه وویل استاد هوتک د پښتو ژبي او ادب په اړه ډېر مهم تحقيقي او څېړنيز اثار ټولني ته وړاندي کړي دي او د خپلي پوهي مطابق ئې د ادب او تاریخ په ساحه کي ډیر نوي موضوعات په ډیر دقيق ډول څېړلي او د (۴۰) په شاوخوا کي ئې بېلابېل اثار ليکلي او د (۴۰۰) په شاوخوا کي ئې علمي مقالې په ملي او نړۍوالو ويب پاڼو او سايټونو کي نشر ته سپارلي دي.د اطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار ډاکټر طارق رشاد د اطلاعاتو او کلتور وزارت په استازيتوب خبري وکړې او د دې غونډي له دايرونکو او کندهار پوهنتون له مشرتابه څخه ئې مننه وکړه او خوښي ئې وښوده، چي کندهار پوهنتون د پښتو ژبي د مخورو ليكواالانو، شاعرانو او محقيقينو ستاینه د هغوى په ژوند کي کوي.ښاغلي رشاد زياته کړه، چي استاد هوتک د پښتو ژبي او ادب له پاره مستقل او پر ځان بسيا اثار او علمي مقالې ليکلي دي او په هيواد دننه او له هيواد څخه دباندي ئې په مختلفو علمي سمينارونو او غونډو کي کډون کړی دئ.وروسته د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی استاد پوهنيار سيد احمد قانع، د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځی استاد پوهنيار مطيع الله روهيال، د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځی استاد پوهنيار نثار احمد اريا،  د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېرشا رشاد، د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی استاد پوهنيار عبدالواحد کالون ليکوال او ژورناليست محمد ابراهيم سپېڅلي او نورو ویناوالو د استاد محمدمعصوم هوتک په اړه ليكلي مقالې ولوستلې او د استاد د فرهنګي ژوند او ادبي هڅو په اړه ئې خبري وکړي.وروسته دروند استاد محمد معصوم هوتک وینا وکړه. ښاغلي هوتک زیاته خوښي وښودل، چي د مسافرۍ څخه خپل پلرني ټاټوبي او د ادب او فرهنګ مرکز کندهار ته راستون سوى دئ. هغه وویل زیات خوښ يم، چي د یوې لویي غونډي په ترڅ کي د خپلو کندهاري ليكوالانو ، شاعرانو او فرهنګي ځوانانو سره ویني. استاد هوتک د کندهار پوهنتون څخه مننه وکړه، چي د یوې درنې غونډي په ترڅ کي ئې د د ده ستاینه وکړه او په دې سره ئې ده ته ویاړ ور وبخښي، استاد محمد معصوم هوتک ځوانان متوجه کړه، چي خپل هڅي ګړندۍ کړي او که نن دوى ته د پښتو ژبي د فرهنګ او ادب پالل ور پاته دي خو سبا ئې مسووليت د اوسني نسل او اوسنيو ځوانانو دئ.د پښتو ژبي د فرهنګ او ادب لوى استاد محمد معصوم هوتک د حاجي محمود هوتک زوى او ۷۲ کاله مخكي د کندهار ښار د درېیمي ناحيي د ملا ګلداد په کوڅه کي زیږیدلى دئ.ښاغلى هوتک لا تاند ځوان وو، چي خپلي زده کړي ئې په خورا مينه او پوره استعداد سره پر مخ بيولي، د ښوونځي زده کړي ئې د حاجي ميرویس خان نيكه په عالي ليسه کي بشپړي کړي. د کانكور تر آزمویني وروسته د کابل پولي تخنيک پوهنتون ته بریالى او لوړي زده کړي ئې پيل کړي، چي وروسته د ناروغۍ له امله ئې زده کړي نيمګړي پاته او وروسته ئې د کندهار د ښوونكو د روزني په عالي موسسه کي نيمه لوړي زده کړي وکړي، بيا ئې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځی ولوست. ښاغلى هوتک په دیني زده کړو کي هم تر چا نه دئ پاته د ښاغلي هوتک لومړى شعر په طلوع افغان تاریخي ورخپاڼه کي خپور او په همدې ورځو کي ئې د پښتو ژبي او افغاني فرهنګ د ودي له پاره خپلي هڅي نوري هم ګړندۍ کړي، چي تر دې مهاله ئې لسګونه ډول ډول کتابونه ليكلي او هر کتاب ئې د هر چا په زړه کي ځاى نيولى دئ. په هيواد کي د سياسي بدلونونو او اړو دوړ په پيدا کېدو سره ښاغلى هوتک د خپلي کورنۍ سره یو ځاى له هيواد څخه مهاجرت ته اړ او لومړى پاکستان او بيا وروسته کاناډا ته ولاړئ.استاد محمد معصوم هوتک اوس هم د هيواد څخه دباندي په کاناډا کي د هيواد د پردیسۍ دردونه ګالي خو افغانان، کندهاریان او پښتو فرهنګ ئې له پامه نه دئ غورځولى او هلته هم د خپلي ژبي، کلتور او فرهنګ د غوړېدا له پاره هڅي کوي او خولې تویوي. د هيواد ليكوالان او د ادب مينه وال په دې اند دي که چيري د استاد هوتک غوندي مخور ليكوالان او څېړونکي د هغوى په ژوند کي وستایل سي نو د پښتو ژبي او ادب په نوښتونو کي به یو بل د ارزښته ډك نوښت را زیږیدلى وي او زموږ تنکي ځلمي ليکوالان او څېړونکي به ئې له سترو کارونو سره نور هم اشنا سي.د غونډي په پای د کندهار پوهنتون له خوا ښاغلي استاد محمدمعصوم هوتک ته د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ د کندهار پوهنتون ايوارډ ورکړل سو.