د ارسموس پلس (ERSMUS+) یو ورځنی ورکشاپ دایر سو.

10 مارچ, 2018

 

د (۱۳۹۶ل.)کال د کب د مياشتي پر (۱۷) نېټه د علامه حبيبي کتابتون د غونډو په تالار کي د ارسموس پلس پروګرام په اړه یو ورځنی ورکشاپ داير سو.په دې ورکشاپ کي د پوهنځیو استادانو، اداري کارمندانو او يو شمېر محصلانو ګډون کړی وو.د ارسموس پلس پروګرام په اړه معلومات د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د رئیس پوهنیار ذبیح الله ادبپال له خوا وړاندي سو.ادبپال وويل ارسموس پلس یو علمي پروګرام دئ، چي د اسپانیا د سنتیاګو پوهنتون او کندهار پوهنتون تر منځ د يو تړون پر  اساس د استادانو او محصلانو له پاره عملي کيږي.په دغه علمي پروګرام کي د افغانستان پنځه پوهنتونونه شامل دي، چي څلور ئې دولتي او یو خصوصي دئ.دا پروګرام دوې برخې لري، چي یوه برخه ئې داستادانو او بله برخه ئې د محصلانو له پاره ده.يعني په دې علمي پروګرام کي د استادانو له پاره پنځه ورځي او د محصلانو له پاره پنځه میاشتي له پاره په يو علمي، تدریسي، کلتوري، تفریحي او سیاحتي سفر تللی سي. د ښاغلي ادبپال په خبره چي ددې علمي پروګرام هدف په نړیواله کچه د محصلانو علمي سوئې راپورته کول او تر څنګ ئې د نړیوال تدریس سره اشنا کول دي.د ارسموس پلس پروګرام د لومړي ځل له پاره په افغانستان کي د دوو کالو له پاره په )۲۰۱۶ز( کال کي پيل او په)۲۰۱۸ز( کال کي پای ته ورسېدی او د دوهم ځل له پاره په هم دغه کال (۲۰۱۸ز) کال کي د دوو نورو کلونو له پاره تمدید سو.په لومړي دوره کي د دغه پروګرام له پاره د افغانستان په کچه د لسو تنو استادانو له جملې څخه د کندهار پوهنتون استاد پوهنیار ذبیح الله ادبپال دInternational Credit Mobility په برخه کي وټاکل سو.