جمهور رئیس محمد اشرف غني د کندهار د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون په غونډه کي ګډون او وینا وکړه

16 تله, 1396

 

دافغانستان د اسلامي جمهوریت  جمهور رئیس محمد اشرف غني او ور سره لوړ پوړي دولتي پلاوي 1396/7/16 په کندهار بین المللي هوایي ډګر کي د یاد ولایت ملکي او نظامي مسوولینو هرکلی ووایه.وروسته جمهور رئیس غني د کندهار پوهنتون استادانو، محصلینو او زده کوونکو سره د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون په تالار کي جوړه سوي غونډه کي ګډون وکړ.

په پیل کي د کندهار پوهنتون رئیس دوکتور حضرت میر توتاخېل جمهور رئیس او ورسره پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ د کندهار پوهنتون د پرمختګونو، له نړیوالو پوهنتونونو سره د اړیکو د ایجاد او د هغوی په مرسته د ځینو څانګو د فعالولو یادونه وکړه.نوموړي وویل، کندهار پوهنتون په واقعي مانا ملي پوهنتون دی ځکه ، چي د هېواد د بېلابېلو ولایتونو استادان او ۳۴ ولایتونو محصلین په کي په تدریس او تحصیل بوخت دي. هغه زیاته کړه، پوهنتون کي هیچاته د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکول کيږي او محصلین په خپلو نظري او عملي زده کړو او تحصیل بوخت دي.

ښاغلي توتاخېل وویل، کندهار پوهنتون کي د اوبو او چاپیریال د انجنیرۍ څانګه فعاله سوې او د همدغه پوهنتون له برکته افغانستان د اوبو نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړ. نوموړي همدارنګه د مجهز لابراتوار، د مرکزي کتابتون د ودانۍ او کرنیز فارم د جوړولو او د پخوانۍ قول اردو د نظامي روغتون د فعالولو یادونه هم وکړه ، چي د محصلینو د عملي کارونو ترڅنګ د هېوادوالو درمنله هم په کي کيږي.

ډاکټر حضرت میر توتاخېل د ودانیو او تشکیل کمبود د ستونزو د حل، استادانو ته د مسلکي روزنې د اسانتیاو د برابرولو، د پوهنتون د مالي استقلال، د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون سره د هند له لوري د همکاریو د سویو ژمنو د تعقیب، کرني وزارت سره د مځکو د ملکیت د موضوع حل، د کرنې پوهنتون تر چتر لاندي د هېواد په بېلابېلو زونونو کي د ماسټرۍ د حداقل درې څلور څانګو د فعالولو او همدارنګه د کندهار معارف ته د زیاتي پاملرنې وړاندیزونه وکړل.

د کندهار پوهنتون استاد نثار احمد اریا د خپلو خبرو پرمهال د کندهار پوهنتون د استادانو تدریسي او علمي هلې ځلې وستایلې او هغوی ته یې د هېواد په داخل او بهر کي د ماسټرۍ او دکتورا په کچه د زده کړو د اسانتیاو برابرولو ترڅنګ د استوګنې کورونو جوړولوغوښتنه هم وکړه.

د اقتصاد پوهنځي محصلي صفا لودین  او محبوب رسول ، چي د محصلینو په استازیتوب خبري کولې د نجونو د معیاري لیلیې، د پوهنتون د ښځينه استادانو او مامورینو ټرانسپورټي ستونزي، ښځینه محصلینو ته د بورسونو د نه شتون ، د برېښنا ، انټرنیټ او اوبو ستونزي یادي کړې. همدارنګه یې د لابراتوار لپاره د مسلکي کسانو د روزلو او په ژورنالیزم پوهنځی کي د تلویزیون د څانګي د فعالولو وړاندیزونه وکړل.

د یادو ویناوالو له څرګندونو او وړاندیزونو وروسته جمهور رئیس غني د کندهار پوهنتون استادانو، محصلینو او مشرانو ته د یاد پوهنتون د لومړي مقام له امله مبارکي وویله او زیاته یې کړه، زه نن ستاسو د مننې لپاره راغلی یم، ځکه کندهار پوهنتون دغه مقام تاسو په هلو ځلو ګټلی دئ.جمهور رئیس په کندهار پوهنتون کي د بېلابېلو ولایتونو د استادانو او محصلینو تدریس او تحصیل د ملي یووالي او ملي پیوستون څرګنده نښه وبلله او زياته ئې کړل: محصلین زموږ ویاړ دي.

د هېواد جمهور رئیس د کندهار پوهنتون رئیس او نورو ویناوالو څخه له دې امله مننه وکړه ، چي د کندهار پوهنتون پرمختګونه او ستونزي یې په پوره وضاحت ورسره شریکي کړې. هغه زیاته کړه، راتلونکي کي به د بشري منابعو عالي شورا خپله لومړۍ غونډه وکړي او دا په دې مانا ده ، چي ستاسو په ستونزو دوامدار غوږ کيږي او حلېږي.جمهور رئیس وویل، کندهار پوهنتون به په هغو پوهنتونونو کي شامل سي ، چي مالي استقلال ولري. هغه په ټينګار سره وویل، د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون ټولي مځکي به د څېړنو لپاره د یاد پوهنتون په واک کي ورکړل سي.جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون سره د هند له لوري د همکاریو سوي ژمني به له هندي مقاماتو سره په خپله  تعقیب کړي. هغه زیاته کړه، دا ځل به د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت بودجه د یادو وزارتونو ستونزو ته په پام جوړه او مصرف سي.