کرهڼه پوهنځی په ۱۳۶۹ل. / ۱۹۹۰م. کال تاسیس سو. نوموړی پوهنځی ۳۴ استادان لري، چي ۲۲ ئې ماسټران او ۴ ئې دا مهال د مالیزیا، ایران او هند په مختلفو پوهنتونونو کي د ماسټري په زده کړو بوخت دي. په پوهنځي کي اوس ۷۰۲ محصلان زده کړي کوي او له تاسیس څخه تر اوسه پوري نوموړي پوهنځي ۱۱۵۸ فارغ محصلان ټولني ته وړاندي کړي دي. کرهڼه پوهنځی د افغانستان د کرهڼیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون، هلمند، روزګان او زابل د لوړو زده کړو موسسو، د کندهار کرهڼي، اوبو لګوني او مالداري ریاست او بېلا بېلو غیر دولتي ادارو سره اړیکي لري او په بېلا بېلو برخو کي له پوهنځي سره مرسته کوي.

لېرلید: کرهڼه پوهنځی به د هیواد او سیمي په کچه د کرهڼي او مالداري سکتور معیاري کولو له پاره د مسلکي کادرونو په روزلو کي لوړ مقام ولري.

رسالت: په عصري ټکنالوژي سره سمبال ښوونیز، علمي او څېړنیز چاپېریال برابرول، چي ټولني ته د کرهڼي سکتور د پیاوړتیا له پاره با کیفیته خدمتونه وړاندي کړي.

څانګي:

اګرونومي

هارټیکلچر

نبات ژغورنه

مالداري/ حیواني علومو

کرهڼیز اقتصاد او ترویج

اګریبیزنیس