:پیژندنه

دکارموندني مرکز په افغانستان کي دلومړي ځل لپاره په کندهارپوهنتون کي د٢٠١١ م کال (۱۳۹۰ه .ل ) داکتوبر په مياشت کي دپوهنتون دمشرتابه په هلو ځلو او ابتکار دبال سټېټ پوهنتون (Ball State University) سره دتړون له مخی دامريکا دمتحده ايالاتو دسفارت په مالي مرسته تاسيس سو.

لېرليد:

کندهار پوهنتون دکارموندني مرکز دديني ، ملي او ټولنيزو ارزښتونو په نظر کي نيولو سره دبيکارۍ په وړاندي مبارزه کول، دټول هيواد او په ځانګړې توګه کندهار پوهنتون دمحصلانو او فارغانو کاري وړتياوو ته وده ورکول، له فارغانو سره داړيکو د يو منظم ميکانيزم ايجادول ، دکار ګمارونکو داړتياو پيژندل او په اړونده برخو کي دپوهنتون له لاري ټولني ته دمعياري خدماتو وړاندي کول د مرکز له لومړيتوبونو څخه دي.

رسالت:

کندهار پوهنتون دکارموندني مرکز محصلان دفراغت څخه وروسته دمناسبو خدماتو په وړاندي کولو سره دپوهنتون دتدريس کيفيت ته وده  ورکوي. ياد مرکز محصلانو ته دفراغت څخه وروسته د کاري اهدافو په ټاکلو دکارموندني په لارو چارو او له ليسانس څخه د پورته زده کړو په برخو کي لارښووني کوي. دپوهنتون دکارموندني مرکز له مختلفو ټولنو او کار ګمارونکو سره دخپلو اړيکو له لاري محصلانو ته دزده کړي په جريان کي او هم له فراغت څخه وروسته دکار موندني موقع برابر وي.

موخې:

  • مشوره او لارښوونه .
  • زده کړه او مرسته.
  • دزده کړي په جريان کي کار.
  • دفارغانو ټولنه جوړول.
  • دبازار معلومات تهیه کول.
  • دمحصلانو سره دسوداګريزو پلانونو په جوړولو کی مرسته.
  • فارغان او محصلان په کار ګمارل .