پيژندنه

د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي تدريسي روغتون په ۱۳۸۶ل. کال تاسیس سو. د کادری روغتون اوسنی تشکيل ۷۳ نفره دئ، چي له هغه جملې څخه ۴۶ نفره رسمي او ۲۷ تنه خدماتي کارکونکی دي. د تدريسي روغتون اوسني خدمتونه د سراپا درملني په کچه په عمومي داخله، عمومي جراحي، اطفال، عقلي و عصبي، نسايي ولادي او غاښو په برخو کي دي. همدارنګه د توبرکلوز ناروغانو د معياری درملني له پاره مجهز مرکز جوړ سوی دئ، چي د مختلفو سيمو مریضان ورته معرفي کېږی او په معياری توګه يی درملنه کېږي. همدارنګه د لابراتواري او تشخصيه معايناتو له اړخه هم د روغتون فعاليتونه د اهميت وړ دي. د مايکروبيولوژی، سيرولوژی او بيوشميک لابراتواري معايناتو په شمول، د التراساوند، يي سي جي او اکسرې تشخصيه معاينات د روغتون د خدماتو يوه برخه جوړوي. د مور او ماشوم د روغتيا او وقايې له پاره د واکسين څانګه موجوده ده، چي ماشومان د کتلوي معافيت پروګرام له مخي پکښي واکسين کيږی. د بستر ناروغانو په برخه کي دعمومي جراحي، داخله، سترګه، غوږ، پزه او ستوني په برخه کي ناروغان بسترېږی او معياري ئې کېږي. د بستر ناروغانو د ښه خدمت په موخه د روغتون مشرتابه د پوهنتون رياست په مرسته د ناروغانو له پاره د برېښنا اسانتيا او هم د بستر ناروغانو له پاره د ډوډۍ امکانات برابر کړي دي. همدارنګه د روغتون په ساحه کی د يو مجهز درملتون موجوديت، د واکسين څانګه او هم د يو کانتين جوړېدل د هغه خدماتو څخه دي، چي  د روغتون د خدماتو او د مریضانو له پاره د سهولتونو د برابرلو په برخه کي د يادوني وړ دي.