د ښووني او روزني پوهنځی په ۱۳۸۱ل. / ۲۰۰۲م. کال تاسیس سو. نوموړی پوهنځی ۷۲ استادان لري، چي ۲۳ ئې ماسټران دي او ۲۸ استادان ئې د ماسټري او ۵ ئې د دوکتورا په زده کړو په مختلفو داخلي او دباندنیو پوهنتونونو کي بوخت دي. په پوهنځي کي اوس۲۰۰۰ محصلان زده کړي کوي او له تاسیس څخه تر اوسه پوري نوموړي پوهنځي ۲۶۲۳ فارغ محصلان ټولني ته وړاندي کړي دي. د ښووني او روزني پوهنځی د کابل د ښووني او روزني پوهنتون سره علمي اړیکي لري او په بېلا بېلو برخو کي له یو بل سره معنوي مرستي کوي.

لېرلید: ښووني او روزني پوهنځي به د مسلکي استادانو په روزلو او  د معياري څيړنو په ترسره کولو سره د هېواد په کچه مخکښ وي.

رسالت: د معیاري تحصیلي نصاب او د عصري تدریسي مېتودونو په عملي کولو او څېړنیزو مهارتونو په ښودولو سره مسلکي استادان روزي.

 څانګي:

اسلامي ثقافت

انګرېزي  ژبه او ادبيات

بدني روزنه

بيولوژي

پښتو ژبه او ادبيات

تاريخ

جغرافيه څانکه

دري ژبه او ادبيات

رياضي

فزيک

کمپيوټر زده کړه

کېميا