دژورناليزم څانگه په ۱۳۹۳هش کال کې رامنځته شوه؛لومړی ټولګی يې۳۷تنه محصلان لري چې د۸ ولايتونو اوسيدونکې دي.دنوموړې څانګې تخصصي مضامین له راديو، تلويزيون او مطبوعاتو سره تړاو لري.څرنګه چې دژورناليزم ټول موضوعات په ټولنه کې دژوند له بيلابيلو اړخونو لکه سياسي، اقتصادي،تعليمي، فرهنګي...اړخونو سره تړواو لري او ژورنالستان په دې ټولو برخو کې دخلکو دستونزو او مشکلاتو دحل او په ټولنه کې دپرمختګ په موخه هلې ځلې کوي او خوځښت رامنځته کوي،پدې اساس ژورناليستان بايد په دې برخو کې علمي پوهه او معلومات ولري.

موخې:

دعلمي اومسلکي کچې پياوړتيا.

دڅيړنيزې ميتودولوژی شريکول او څيړنيزو فعاليتونو پياوړتيا.

 هيواد پالنې، ملي هويت او اسلامي فکرته دوفاداره ژورنالستانو ټولنې ته وړاندې کول.

ارزښتونه :​

  • مسلکي او کادري لوړ کېفيت .
  • داسلامي اخلاقو او وطن پالنې روح
  • په کړنو کې شفافيت .
  • دفساد مخه نيول . 

 دپوهيالي عبدالوهاب لنډه پيژندنه 

عبدالوهاب رحيمي دعبدالرحيم زوی، دوردګو ولایت چک ولسوالۍ د کولک دکلي اوسېدونکی دی، په ۱۳۶۷ لمریز کال يې دکولک په کلي کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي.نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د چک په روزنتون او وورسته يې دحضرت عمرفاروقض له عالي ليسې څخه په ۱۳۸۶لمريز کال کې دفراغت سند ترلاسه کړی.په ۱۳۸۷ لمریزکال دکانکور دازموینې له مخې دخوست ولایت شیخ زاید بن سلطان النهیان پوهنتون دژورنالېزم پوهنځی ته لاره پیدا کړې او په۱۳۹۰ لمریز کال یې دلیسانس دوره بشپړه کړه.په۱۳۹۱لمریز کال يې دچک په کثيرالرشتوي انسټيټيوت کې داستاد په توګه دنده ترسره کړې، په همدې کال (۱۳۹۱ لمريز) دکندهارپوهنتون ژورنالېزم اوعامه اړیکو پوهنځی په ژورنالیزم څانګه کې دعلمي کادر دغړي په توګه تقررترلاسه کړ او دژورناليزم پوهنځی له لومړنيو استادانو څخه ګڼل کيږي. په ۱۳۹۳لمريز کال دژورناليزم څانګې آمروټاکل شوو او په دې برخه کې يې وخت په وخت ستاينليکونه ترلاسه کړي دي. په دري او پښتو ملي ژبو سربېره؛ په انګلسي ژبه هم خبرې کولی شي.