د ژورنالیزم او عامه آړیکو پوهنځی په ۱۳۹۱ل. / ۲۰۱۲م. کال تاسیس سو. نوموړی پوهنځی ۱۰ استادان لري، چي ۷ ئې دا مهال د آسیايي هیوادونو په مختلفو پوهنتونونو کي د ماسټري په زده کړو بوخت دي. په پوهنځي کي اوس ۳۹۷ محصلان زده کړي کوي او له تاسیس څخه تر اوسه پوري نوموړي پوهنځي ۲۱۱ فارغ محصلان ټولني ته وړاندي کړي دي.

لېرلید: د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی به د سیمي او هیواد په سطحه د اسلامي، مسلکي او ملي روحیې لرونکو ژورنالیستانو مخکښ روزنځای وي.

رسالت: د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی د ملي ستراتیژي او اخلاقي معیارونو په رڼا کي په مسلکي مهارتونو، څېړنیزي میتودولوژي او عصري ټکنالوژي سمبال ژورنالیستان ټولني ته وړاندي کوي.

 څانګي:

ژورنالیزم

عامه اړیکي