د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په ۱۳۹۳ل. / ۲۰۱۴م. کال تاسیس سو. نوموړی پوهنځی ۱۳استادان لري، چي ۴ ئې ماسټران او ۷ ئې دا مهال د آسیايي هیوادونو په مختلفو پوهنتونونو کي د ماسټري په زده کړو بوخت دي. په پوهنځي کي اوس ۵۷۳ محصلان زده کړي کوي او له تاسیس څخه تر اوسه پوري نوموړي پوهنځی ۱۲۳ فارغ محصلان ټولني ته وړاندي کړي دي. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست او علامه رشاد اکاډیمي سره علمي اړیکي لري او په بېلا بېلو برخو کي له یو بل سره معنوي مرستي کوي.

لېرليد: د ژبو او ادبیاتو پوهنځی به د هیواد په کچه د بېلا بېلو ژبو او ادبیاتو د زده کړي کور وي.

رسالت:

۱ - په ملي او نړۍوالو بېلا بېلو ژبو او ادبیاتو کي ادیبان، لیکوالان، کره کتونکي، شنونکي، ویونکي، ژباړونکي، پنځوونکي او څېړونکي روزل؛

۲ – خپلي ملي ژبي را ژوندي کول او د خپلو ادبیاتو د احیا زمینه برابرول؛

۳ – د هیواد د کلتور او فولکلور د ساتني په اړه عامه پوهاوی رامنځ ته کول؛

۴ – د ملي ژبو د معیاري کولو له پاره هڅه کول.

څانګي:

د پښتو ژبي او ادبیات

د انګرېزي ژبي او ادبیات