کندهار پوهنتون د چاپيریال ساتني او زرغونتیا کميټه چې د ۱۳۸۰ ل کال څخه وروسته یی خپلی هڅي یی د پوهنتون د چاپيریال ساتني او زرغونتیا اړوند جاري ساتلي دي.

لومړی: د چاپیریال ساتنې او زرغونتیا کمیټې پیژندنه:

چاپیریال ساتنه او زرغونتیا هغه مهمه برخه ده چې ټول ژوندي موجودات ورته اړتیا لري، غوره او زرغون چاپیریال یوه طبیعي غوښتنه ده چې د ژوند د پرمختګ لامل ګرځي. د یوې سیمې غوره چاپیریال د هغې ځای په اوچت فرهنګ او لوړو اخلاقو دلالت کوي. علمي او اکاډمیک ځایونه تر نورو ځایونو ډیرې زرغونتیا او غوره چاپیریال ته اړتیا لري، د زده کړې او تعلیم ځایونه باید د چاپیریال ساتنې په لوړو معیارونو برابر وي، چې په دې سره به له یوې خوا پرمختګ ته لار برابره شوې وي او له بلې خوا به د تحصیل لپاره غوره چاپیریال رامنځته شي.په کندهار پوهنتون کې د چاپیریال ساتنې او زرغونتیا کمیټه په رسمي ډول د تضمین کیفیت په چوکاټ کې په ۱۳۹۱ کال کې د علمي شورا د پریکړې په اساس شامله شوه، او تر هغه وړاندې ان د پوهنتون له پیل راهیسې په دغه برخه کې هلې ځلې روانې وې، دغې کمیټې په رسمي ډول د پیل راهیسې ګڼ شمیر فعالیتونه ترسره کړي، چې د کندهار پوهنتون په اړوند پوهنځیو کې کمیټې لري او په دغه برخه کې کړنې ترسره کوي. د دغې کمیټې د کار ساحه عبارت له: (د کندهار پوهنتون داخلي ساحه، د پوهنځیو داخلي او باندنی ساحه او د طب پوهنځۍ کادري روغتون ساحه) څخه ده. چې د مثمرو او غیر مثمرو نیالګیو ایښودنه او روزنه پکښې ترسره کیږي او همدارنګه د پورتنیو ساحو پاکوالی هم پکښې ترسره کوي.

دوهم: د غړو پیژندنه:

کندهار پوهنتون د چاپيریال ساتني او زرغونتیا کمیټه ، د مالي او اداری چارو مرستیال ، د ټولو پوهنځیو، کادري روغتون ، څیړنیز فارم او بیلابیلو امریتونو څخه غړي لري چې لیست يې په لاندې ډول دی:

دریم: د چاپیریال ساتنې او زرغونتیا کمیټې موخه:

۱ – د پاک ساتلو اسلامي فرهنګ ژوندی ساتل.

۲ – د علمي کنفرانسونو له مخي د چاپيریال ککړونکي عوامل پيژندل او مخه یی نیول.

۳ – چاپيریال ته ورپیښ خطرونو اړوند معلومات حاصلول.

۴ – د پوهنتون په ساحه او بهر کښې پاک او ښایسته چاپيریال رامنځته کول.

۵ – د پوهنتون استادان ، محصلین او کارمندان د چاپيريال ساتني او زرغونتیا و ستر مسولیت ته متوجه کول.

څلورم: کړنې او لاسته راوړنې:

  • د هرې میاشتې په اخري نیټه د چاپیریال ساتنې کمیټې ناسته درلودل او لازم تصمیمونه نیول.
  • د ټاکلي مهال ویش له مخې د هرې میاشتې په لمړې نیټه د اسلامي او ملي فرهنګ په توګه د چاپیریال پاکولو کمپاین د ټول پوهنتون په سطحه په لاره اچوول، د پوهنځی داخل او دباندې محیط پاکول.
  • د کندهار پوهنتون د زرغونتیا په موخه د کرهڼې پوهنځۍ له تحقیقاتي فارم، د کرهڼې ریاست او کندهار ښاروالۍ څخه (۲۵۰۰) شمیر بوټي راوړل شوي او په مختلفو ساحو کې ایښودل شوي.
  • د کندهار پوهنتون په ساحه کې د (۷۰) دوګانه تاکونو په ایښودلو سره د انګورو د باغ ناغي بشپړیدل.
  • د پوهنتون اړوند ټولو پوهنځیو بلاکونو و باغچو ته د پلان له مخي (۴۰۰) اصله زینتي ګلابو ايښودل.
  • په خپل وخت سره د پوهنتون د ونو ښاخ بري او اوبه کول ترسره شوي دي.
  • د پوهنتون به داخل کې د چاپیریال ساتنې او زرغونتیا لپاره و محصلینو ته د اړوند کمیټي له خوا پریزينټیشنونه ترتیب او وړاندې کول.
  • د چاپیریال ساتنې او زرغونتیا د اهمیت په موخه (۶) علمي سیمینارونه دایرول چې پکښې د ټولو پوهنځیو استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو برخه درلودل.
  • د کندهار پوهنتون په کچه د چاپیریال ساتنې کمیټې ارزونه ترسره کول چې په کې د کرهنې پوهنۍ لومړی مقام ترلاسه کړ.
  • د شاحسین هوتک افغان ترک لیسي د مشرتابه له خوا د ۱۰۰۰ غیر مثمر نیالګیو د ایښودلو همکاري کول چې خاوره ، سره او د اوبو لګولو د سیسټم تنظیم همکاري ترسره کول.

د پوهنځیو شااوخوا د نیالګیو ایښودنه او د پوهنتون عموي دروازې تر څنګ ځنګل ایښودل.

د چاپیریال ساتنې په اړه د علمي کنفرانسونو وړاندې کول

پنځم: ستونزې:

  • کندهار پوهنتون اړوند ساحه کې د زرغونتیا رامنځته کولو لپاره د خاورې نامساعدوالی چې مناسبه حاصلخیزه خاوره شتون نه لري.
  • په عمومي توګه د اوبو لګولو د ستونزو شتون چې ونې او بوټو ته په ټاکلي وخت اوبه نه رسیږي.
  • د پوهنتون په داخل کې د چاپیریال ساتنې او زرغونتیا په اړه بشپړ پلان نه تطبیق کیدل.
  • د چاپیریال ساتنې په میاشتنۍ غونډو کې د غړو کم رنګه برخه اخیستنه .
  • د چاپیریال ساتنې کمیټې له لوري په جوړو شوو علمي کنفرانسونو کې د کميټی د غړو ، د پوهنتون د نورو ادارو او علمي اشخاصو لږ شمیر ګډون.

​شپږم: وړاندیزونه:

  • په کندهار پوهنتون کې د زرغونتیا رامنځته کولو لپاره حاصلخیزه خاوره برابریدل.
  • د پوهنتون په ساحه کې د نیالګیو اوبه کولو لپاره ستونزه د ظاهرشاهي کانال څخه د پوهنتون و ټولي ساحي ته د پيپونو غزول او حوضچي جوړیدل.
  • د یادي کمیټې له خوا په جوړو شوو کنفرانسونو کې د ټولو پوهنځیو څخه د اداري کارمندانو او استادانو برخه اخیستنه او له هر ټولګي څخه ۵ تنه محصلین معرفي کول.
  • د پوهنتون څخه بهر د نورو اړوند ادارو استازی و جوړیدونکو علمي کنفرانسونو ته رابلل.
  • د هرې میاشتې په لمړۍ نیټه د ټولو استادانو ، کارمندانو او محصلینو پاملرنه د چاپیریال پاکیدلو اسلامي فرهنګ ته پاملرنه اړول.
  • د کندهار پوهنتون راډیو له لارې د چاپیریال ساتنې اړوند پروګرامونه جوړول او نشریدل.
  • د فوټبال میدان شین کیدل او د اوبو پاشلو سیسټم له مخي يي اوبو لګولو ته نظم جوړیدل.​