څېړنيز مرکز 

پېژندنه:

نوموړی څېړنيز مرکز د کندهار پوهنتون په کچه د علمي معاونيت تر نظارت لاندي د پوهنتون د اداري تشکيل په چوکاټ کي په ١٣٩٣ل.کال کي په فعاليت پيل کړی.د اوس له پاره د دې مرکز په تشکيل کي د مرکز آمر او ترڅنګ ئې دوه مديران (د طبعي علومو کار پوه او د ټولنيزو علومو کار پوه) وجود لري. د دې ترڅنګ د پوهنتون په کچه د څېړنو د انسجام يوه کمېټه هم وجود لري، چي په هغه کي د هر پوهنځی استازى ګډون لري او په هره مياشت کي يو ځل منظمي غونډي لري، چي د نوموړو استازو په وسيله په هر پوهنځی کي د ياد څېړنيز مرکز فرعي څانګي جوړي سوي دي.

موخه:

د کندهار پوهنتون د څېړنيزو فعاليتونو له پاره ممکنه اسانتياوي برابرول او د څېړنيزو فعاليتونو انسجام.

لېرليد:

د کندهار پوهنتون څېړنيز مرکز به د هېواد او سيمي په کچه يو مخکښ څېړنيز مرکز وي، چي د علمي څېړنو په وسيله به د هېواد د هوسايني او پرمختګ له پاره خدمتونه کوي.

رسالت:

د استادانو حمايه کول، ترڅو باکيفيته څېړني تر سره کړي او په ملي او نړۍواله سطحه چاپ کړل سي.

بنسټيز ارزښتونه:

  • انساني، اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوى.
  • مسئوليت پېژندنه
  • ګډ کار او تفاهم
  • نوښت او مثبت بدلون
  • شفافيت او د فساد مخنيوى

دندي:

  • د څېړنو د طريقو سره د اشنا کېدو په موخه د پوهنتون په کچه منظم مجلسونه او ناستي دايرول او څېړنيزي هڅي تشويقول.
  • د پوهنتون د اړوندو ادارو په مرسته د څېړونکو له پاره د څېړنو ممکنه زمينه برابرول.
  • د دولتي او غير دولتي ادارو سره د نافذه اصولو په رڼا کي ښې اړيکي ساتل.
  • د څېړونکو د ښې ګټي اخستني په موخه د کورنيو او باندنيو سرچينو څخه د څېړنو اسناد او راپورونه ترلاسه کول.
  • د لوړوزده کړو وزارت د نشراتي تګلاري په رڼا کي د علمي مجلې او نورو نشراتو په واسطه د عامه پوهاوي په خاطر د څېړنو د پايلو او نتايجو نشرول.
  • د مرسته کوونکو څخه د دوئ د پر له پسې مرستو د راجلبولو په موخه د وړاندي سوو پروژو له پاره د پروپوزلونو او وړانديزونو ليکل او ترتيبول.
  • د ټولو هغو چارو سرته رسول، چي د دندي اړوند د مربوطه آمر له خوا نوموړي مرکز ته ورسپارل کېږي.

د څېړنيز مرکز مسلکي څانګي:

نوموړى څېړنيز مرکز په طبي، کرهڼيز، انجينري، شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو، د عامه ادارې او پاليسي، اقتصاد، ژورناليزم، ښووني او روزني، ژبو او ادبياتو او کمپيوټرساينس په برخو کي څېړنيز خدمتونه تر سره کوي.