دپښتو ژبي او ادبیاتو څانگه

پېژندګلوي:

دپښتو ژبي او ادبیاتو څانگه په ژبو او ادبیاتو پوهنځی پوري تړلي څانگه ده چي په ۱۳۹۳ ل.کال له تأسیس سره سم خپل کار را پېل کړ.دپښتو ژبي او ادبیاتو څانگه تراوسه ۲۰۰تنه محصلین دسهار او ماپښین له خوا لري .دپښتو ژبي او ادبیاتو څانګه دپښتو ژبه او ادبیات تدریسوي. زده کوونکي پښتو ژبه،لیکوالي،شاعري،نثر،کره کتنه،پښتو او نړیوال ادبیات داساسي ، مسلکي او اختیاري مضامینو په وسیله دیو معیاري نصاب په پلي کولو سره پیاوړي کوي. 

لېرليد:

دپښتو ژبي او ادبياتو څانگه به دعلمي او مسلکي څېړونکو،ژبپوهانو،ژباړونکو، ادیبانو او ادبپوهانو په روزنه کي دافغانستان،سيمي او نړۍ په کچه یوه بې ساري څانګه وي.

رسالت:
دملي او نړيوالو علمي معيارونو سره سم د زده کړي چاپېريال رامنځ ته کول. 

موخه:

دپښتو ژبي په برخه کي دداسي مسلکي څېړونکو او ليکوالانو روزل،چي په معياري او مسلکي څېړنو سره د پښتو ژبي دموجودو آثارو ناڅېړل سوي او تياره اړخونه روښانه او دتخليق په برخه کي داسي هنري او له نوښت څخه ډک آثار خلق کړي، چي ددې ژبي دهنري غنا لامل وگرځي. 

بنسټيز ارزښتونه:

  • اسلامي، ملي او انساني اصولو، مقدساتو او ارزښتونو ته درناوى؛
  •  ټولي چاري دلوايحو او اصولو سره سمي تر سره کول؛
  •  علمي او مسلکي معيار په نظر کي نيول.

دپښتو ژبي او ادبیاتو څانګه لاندي علمي کادري غړي لري:

د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي دآمر ژوند لیک

نصیراحمد تائید دمحمد حنیف زوی او دمحمد رحیم لمسی په (۱۳۶۷ل) کال کي دکندهار ولایت پنجوايي ولسوالۍ مرکز کي زوکړی دئ. نوموړي ابتدائي او منځنۍ زده کړي دپنجوايي ولسوالۍ شمس الدین کاکړ عالي لیسه کي ترسره کړې او عالي زده کړي ئې دکندهار ښار ظاهر شاهي عالي لیسه کي په (۱۳۸۸ل ) پای ته ورسولې. په (۱۳۸۹ل) کال کي دکابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګي ته شامل او په (۱۳۹۲ل) کال کي ئې له نوموړي څانګي څخه دلیسانس سند ترلاسه کړ. نوموړی په (۱۳۹۳ل) کال کي دکندهارپوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګي علمي کادر ویاړ تر لاسه کړ او په (۱۳۹۵ل) کال د څانګي استادانو په رایه د نوموړي څانګي د آمر په توګه وټاکل سو.

د اړیکو شمېره: ۰۷۰۷۷۸۳۴۸۳

برېښنالیک: Nasirtayid@gmail.com