دکمپيوټر ساينس پوهنځی دنړيوالو اړيکو په برخه کي دلاندي هيوادونو سره په بيلابيلو برخو کي تفاهم ليکونه لاسليک کړي دي:

۱- دجرمني هيواد دبرلين تخنيکي پوهنتون (TU-Berlin) سره دIT (معلوماتي ټکنالوژي) د مديرانو  د ظرفيت لوړوني په برخه کي او همدارنګه دکمپيوټر ساينس پوهنځی داستادانو دظرفيت لوړوني په برخه کي دماسټري او دوکتورا PHD ترسطحه پوري د زده کړو فرصتونه برابروي.

۲- دکمپيوټر ساينس پوهنځی چيد IOU(Islamic Online University) پوهنتون له لوري دIOUپوهنتون دآزموينو اخستلو يو رسمي مرکز ګڼل سوی دی او دIOU پوهنتون هغه محصلين چي همدي مرکز ته نژدي وي کولای سي دهمدي مرکز له لوري خپلي ټولي آزمويني په آنلاين شکل سره ورکړي.