پاچاخان علمي څېړنيز مرکز

دمرکز پېژندنه:

دپاچاخان علمي څېړنيز مرکز په ۱۳۸۷ل. کال کي د دولس مشر په هدايت دفرهنګي چارو مشاور وزير زلمي هيوادمل له خوا تاسيس سو.په ګران هيواد افغانستان کي څو دېرش کلني جګړې دژوند ښې او ښادۍ راڅخه اخيستي دي. دانسانانو زړونه مو له کرکي ډک دي، ورور له وروره، زوی له پلاره، وراره له تره سره تر ګرالبو نيولي دي، سترګي مو سرې دي، دانسانانو په وژنه مو لوهه نه ماتيږي.که يو څه په ځير وګورو، دا راپېښ دچا له لاسه دي؟ او دچا له پاره؟ ددې ګردو ناخوالو، لانجو او شخړو دحل يوازنۍ لاره له زورزياتي او احساساتو څخه ځان ساتل دي. په زغم او حوصله کي دانسانانو ترمنځ مينه، لورينه، ورورولي او خلوص ډېريږي.دا مرکز غواړي چي په خپله ټولنه کي دانسانانو ترمنځ ربړي او ناخوالي، کړاوونه او کړکېچونه، لانجې او شخړي په زغم، تدبير او درايت سره ورکي سي. ددې له پاره دفخرافغان(پاچاخان)غوندي ستر مفکر او دنورو سترو نومياليو له پوهي او تجربو څخه بايد ګټه پورته سي.زغم، لورينه، مينه او نه زورزياتی (عدم تشدد) دپېغمبرانو لاره ده.

لېرليد:

په بشري ټولنه کي په ځانګړې توګه په افغاني ټولنه کي دانسانانو ترمنځ ربړي او ناخوالي، کړاوونه او کړکېچونه، لانجې او شخړي، په لوی زغم، لوړ تفکر، پاخه درايت او ژور تدبير سره له منځه اخيستل.

موخه:

فخر افغان او دنه زورزياتي او روغي جوړي دتګلاري سترو نومياليو په خپله لوړه پوهه او ژوره تجربه دانسانانو ترمنځ دروغي او سولي لاره تل غوره بللې، دسولي دغه ستر ارمان ته درسېدو له پاره دنومياليو دا تګلاره خپلول او پالل.

بنسټيز ارزښتونه:

  • داسلامي اصولو، مقدساتو، ملي شؤناتو او انساني ژوند ته درناوی.
  • له تشدد، ظلم، شخړي او جګړې څخه کرکه.
  • دلانجو او شخړو حل ته علمي او عملي حل لاره.
  • دګډ ژوند او ګډ کار هنر.
  • دعلمي څېړنو او نوښتونو پالنه او هڅونه.

​دندي:

دپاچاخان دژوند، شخصيت، دآزادۍ غوښتني او سولي خوښوني دهڅو علمي څېړنه.

دنه زورزياتي (عدم تشدد) دتګلاري پېژندنه او پالنه.

دنه زورزياتي دفلسفې په اړه دکتابونو، خپرونو او مستندو فلمونو خپرېده او دهغه دتوضېح او تشريح له پاره دعلمي کنفرانسونو، څېړنغونډو او ورکشاپونو جوړېده.

په هيواد او سيمه کي داوسنيو غميزو دسوله ايزي لاري لټون.                                                                                    

دپاچاخان علمي څېړنیز مرکز رئيس څېړندوي استاد شیرشاه رشاد دئ دنوموړي مرکز موقعيت دریاست بلاک په دریم پوړ کي  دي .

  دنور معلوماتو لپاره پر لینک کلیق وکړي   www.pachakhanarc.weebly.com