تاريخچه:

کندهارپوهنتون ددولت دفرهنګي پاليسي په رڼا کي او دملي انکشافي پلان له مخي دځوان نسل دسالمي مسلکي روزني په موخه په ١٣٦٩ ل. کال (١٩٩٠ع) کي دکرهڼي پوهنځي په تاسيس سره فعاليت پيل کړي دي. ياد پوهنځي دپنځو فارغ ورکوونکي څانګو څخه جوړه ده چي يو هم دهارټيکلچر څانګه ده.هارټيکلچر څانګه په ١٣٨٤ ل. کال کي په رسمي توګه پرانيستل سو او دلومړۍ دورې (٢١) تنه فارغان يې په ١٣٨٦ ل.کال کي وهيوادوالو ته دخدمت په موخه وړاندي کړي دي. تراوس مهاله پوري دهارټيکلچرله څانګي څخه په ٨ دورو کي (١٣٣) تنه او شپې برخې په دوو دورو کي (٥١) تنه فارغ محصلين دټولني ته دخدمت په موخه  فارغ سوي دي. دهمدې څانګي عملي او نظري کړني د(٦) تنو مجربو استادانو له خوا مخي ته وړل کيږي. يو تن استاد پوهنمل عتيق الله خان دنوي قانون د احکامو پراساس په ٦٥ کلنۍ کي د٢٥ کالو خدمت وروسته تقاعد ته سوق سول.

لیرليد: 

دهارټيکلچر څانګه دهيواد دکرهڼيز سکتور او اقتصادي پياوړتيا له پاره دلوړ کميت او ښه کيفيت لرونکو کرهڼيزو حاصلاتو لاسته راوړلو او ساتلو په موخه مسلکي کادرونه روزي.

رسالت:

په عصري تکنالوژي سره سمبال علمي، ښوونيز او څېړنيز چاپېريال برابرول ترڅو څېړنيز او تحصيلي پروګرامونه و محصلينو او کروندګرو ته آسانتياوي برابري کړي.

هدف: 

په لوړه سطحه دعلمي کادرونو د روزني لپاره داسي علمي، ښوونيزي او څيړنيزي لارې په کاراچول ترڅو په ملي او سيمه ييزه کچه دکرهڼيزي پرمختيا له پاره وسيله سي.