د مهندسي څانګي پېژندنه:

نوموړې څانګه په (۱۳۹۴ل.) کال په  انجنېري پوهنځی کي په فعالیت پېل وکړ.مهندسي په انجنېري پوهنځی پوري تړلې څانګه ده، چي اړتیا ئې یوازي په جنوبي حوزه کي نه بلکي د ټول هیواد په کچه ده، نو د اړتیا اړوند مو هڅه داوه چي نوموړې څانګه باید را پېل او دې ټولني ته د مهندسۍ په برخه کي ځوان کادرونه د چوپړ په موخه ورکړو.د مهندسي څانګه تر دې دمه تر څلورم ټولګي پوري محصلان لري، چي د هیواد د مختلیفو ولایتونو سره تعلوق لري.په دې څانګه کي تر اوسه څلور تنه استادان په رسمي توګه دنده پر مخ وړي، له دې جملې څخه دوه تنه ئې د ماسټري له پاره تللي او تشه ئې د انجنېري پوهنځی نورو استادانو ډکه کړې ده.

رسالت:

مهندسي څانګه خپل لېرلید ته د رسېدلو له پاره هڅه کوي، چي داسي یو علمي او څېړنیز چاپېریال مساعد کړي، تر څو د مهندسي څانګي استادان او محصلین د هیواد په کچه د مهندسي ډیزاین او د ودان سوي چاپېریال د څېړلو په برخه کي اړین رول ولوبوي.

لېرلید:

د انجنیري پوهنځی د مهندسي څانګه غواړي چي د هیواد په کچه مخکښه څانګه وي او په علمي او عملي مهارتونو سمبال مهندسان ټولني ته وړاندي کړي، تر څو موجوده مهندسي او اړوند څېړنیزو خلاوو ته علمي حل لاري ولټوي.

اهداف:

  • د اسلامي، اخلاقي او کلتوري ارزښتونو په رُڼا کي د ځوانو مهندسانو روزل او ټولني ته د کار کولو په موخو وړاندي کول.
  • د افغانستان کلتوري، اقلیمي او لړغوني مهندسۍ ته پرمختګ ورکول.
  • د نوښت له پاره د مناسبو شرایطو برابرول او د هیواد د پرمختګ له پاره نوښت ګرو حل لارو چارو کارول.

دمهندسي څانګي د استادان