د منجمينټ او تشبثاتواداري څانګه د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د فارغ ورکوونکو څانګو څخه ده، چي په کال (۱۳۸۹ل.)کال کي ئې په فعاليت پېل کړي دئ.د دې څانګي درسي مواد، کورس پاليسي او کریکولم د لوړو زده کړو د وزارت د علمي کميټې له خوا تصویب سوي دي. دې څانګي څلور دورې د ورځي او یو دوره د شپې له خوا فارغان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي دي او دا څانګه څلور کادري غړي لري.

ليرليد:

د منجمنټ او تجارت څانګه به د غوره ژوند، سوداګريزه چاپيريال او ښېرازه ټولني جوړولو له پاره د سوداګري، مديريت او مربوطه برخو کي د باکيفيته علمي خدماتو وړاندي کولو ته ژمنه څانګه وي.

رسالت:

د ادارې او تجارت څانګه د سوداګرۍ او مديريت په برخه کي د معياري خدماتو په وړاندي کولو سره مسلکي محصلان روزي تر څو په پوره عزم سره وکولای سي په ملي سطحه د سوداګري او مشرتابه په برخه کي ګټور تمام سي.

د اقتصاد پوهنځي د منجمینت او تشبثاتو ادارې څانګه په نوي درسي نصاب ( کريډيټ سيستم) برابره ده کله چي د لوړو زده کړو وزارت له خوا د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ته محصلان معرفي سي په همدې څانګه کي ئې په اول او دوهم ظرفیت کي جزبوي.چي په لاندي جدولو کي ښودل کيږي.

....

 

د منجمنټ او تشبثاتو اداري څانګي مسلکي مضامین

  1. مالي محاسبه ۱/۲
  2. منجمنټ اساسات
  3. د لګښتونو محاسبه
  4. تمویل
  5. پانګونه
  6. منجمنټ
  7. د بازار موندنی مدیریت
  8. د کيفیت د کنترول مدیریت
  9. د تشبثاتو مدیریت
  10. د تهیه او تدارکاتو مدیریت
  11. مالی مدیریت
  12. د بشري منابعو مدیریت

د منجمنټ او تشبثاتو اداري څانګي استادانو بیوګرافي