پېژندنه:

په کندهارپوهنتون کي دمرکزي لابراتوار ترجوړېدو مخکي دمحصلينو دعلمي کچي دلوړولو په موخه عملي تجربې دپوهنځيو په وړو لابراتوارونو کي سرته رسېدلې. دغه کوچني لابراتوارونه دپوهنتون په ښوونه او روزنه، کرهڼه او انجنيري پوهنځيو کي شتون درلود، چي دظرفيت له مخي ډېر واړه او دزياتو محصلينو دځايولو محدوديتونه په ټولو پوهنځيو کي موجود وه او ديوه پراخ لابراتوار دجوړېدو اړتيا ډېره احساسېدله.چي په نتيجه کي دپوهنتون دماسټرپلان سره سم په کندهار پوهنتون کي دمرکزي لابراتوار دجوړېدو کار په۱۳۹۰کال کي دکاناډا هيواد په مالي مرسته داګري ټيم ادارې له لوري پيل او په ۱۳۹۱ کال کي ئې دجوړېدو ټولي چاري پای ته ورسېدلې او ګټي اخيستني ته اماده سو.

لېرلید:

دکندهار پوهنتون مرکزي لابراتوار به دافغانستان او سيمي په کچه يو نمونه لابراتوار وي ترڅو وټولني ته داسي مسلکي کادرونه په عملي برخه کښي وروزي چي دخپل مسلک اړوند ټولني ته دنړيوالو معيارونو سره سم خدمات وړاندي کړي.

رسالت:

دکندهار پوهنتون مرکزي لابراتوار دعملي نوښتونو، اقتصادي پرمختيا او ټولنيز پرمختګ له پاره يو کتلست دی.

مرکزي لابراتوار هڅه کوي چي دټولني دسوکالۍ له پاره خاص تمرکز پرعلمي او مثمرو تجربو باندي وکړي.

نوموړی لابراتوار په دوه پوړه کی ودان سوی اودلاندی اسانتياوو درلودونکی دی :

لمړی پوړ.

  • سيول څانګه
  • مالدارۍ څانګه
  • خاورې څانګه
  • هايډراليکس څانګه
  • انرژی څانګه
  • نوم ليکني يا رجسټر له پاره پراخه ساحه

دوهم پوړ:

  • لابراتوار آمريت
  • کېميا څانګه
  • بيالوژي څانګه
  • فزيک څانګه
  • پلانټ پتالوژي څانګه
  • انرژی څانګه
  • مهندسی څانګه
  • زېرمتون

پورتنۍ ذکرسوي ټولي څانګي په بشپړه توګه دکار له پاره چمتو او تر ډېره دبېلا بېلو پوهنځيو دکوچنيو لابراتوارونو څخه مسلکي سامانونه اړونده څانګو ته انتقال سوي دي.مرکزي لابراتوار له تاسيس څخه تراوسه پوري دهيواد دځوان نسل دسالمي روزني له پاره په خورا سختو امنيتي،سياسي او اقتصادي شرايطو کي خپل کار ته دوام ورکړی او تر اوسه پوري ئې د مختلفو پوهنځيو (کرهڼي، ښووني او روزني ، انجنيري) څخه په مختلفو برخو کي محصلين روزلي دي.

 

کله چي لابراتوار ته داخليږى مخکي له دي چي تجربه اجراء کړى لاندي لارښووني په جدي توګه تعقيب کړي او خپل ځانونه د خطراتو څخه محفوظ کړئ.

  1. تجربې داجرا کولو په وخت کي بايد دلابراتوار ټول قوانين مراعات کړل سي.
  2. دتجربې هدف بايد مخکي دتجربې داجرا کولو څخه معلوم وي.
  3. دتجربې خطرات بايد مخکي دتجربې اجراء کولو څخه په ليکلي بڼه لوستل سوي وي ترڅو داستعمال په وخت کي دکومي ستونزي سره مخامخ نه سي.
  4. دتجربې اجراء کوونکی بايد چي مسلکي کس وي دتجربې دوسايلو سره اشناوي او دتجربې په تګلاره باندي کاملاً حاکميت ولري.
  5. دتجربې دټولو موادو او سامان آلاتو نومونه بايد دتجربې داجراء تر مخه محصليونو ته وروپيژندل سي او داستعمال طريقې ئي وروښودل سي.
  6. هغه مواد چي کارول کيږي دهغو موادو اندازه (مقدار) وټاکل سي چي تر خپلي انداز‌ې کم او زيات نه وي.
  7. دتجربې سامان آلات هر يو پر خپل ځای استعمال سي.
  8. دتجربې داجراء په وخت کي بايد په تجربه پوري اړوند سامان آلات استعمال سي.
  9. تجربه دلابراتوار په داسي ساحه کي بايد اجراء سي چي دتجربې داجراءکولو په وخت کي ټول محصيلين تجربه وويني.
  10. کومي ښووني چي تاسو ته دخپل ښوونکي له خواتر سره کيږي هغه ښووني ښه په غور سره واوری او عمل په وکړی داسي نه چي دکومي ستونزي سره مخامخ سی.
  11. دتجربې دکار تر پايه پوري بايد حفاظتي عينکي پر سترګو وي.
  12. په لابراتوار کي دخوراک، څښاک او سګريت څکولو څخه جداً مخنيوی وکړی.
  13. دهر لابراتواري سامان په اړه داړوند څانګي دلابرانت سره اړيکه ټينګه کړی.
  14. کيمياوي موادو ته دحرارت ورکولو په وخت کي دتيست تيوب خوله خپلي يا هم دخپلو همصنفيانو خواته مه نيسی.
  15. په کيمياوي بوتلانو باندي چي کومي علامي ليکل سوي دي هغه په بشپړ ډول ولولی داسي نه چي دکومي اشتباه سره مخامخ سی او زيان درته ورسيږي.
  16. ښيښه يي لوښي بايد په ډېر احتياط سره له يو ځای څخه بل ځای ته انتقال سي.
  17. دلومړنيو مرستو(Primary Aids) جعبه(بسته)؛ اور وژونکى ډبه او دسترګو مينځلواوبو ځايونه تل په ياد وساتی او محصلينو ته هم بايد وښودل سي.
  18. دتجربې داجراء کولو وروسته اړونده سامان الات او کيمياوي توکي بايد دوباره په منظم ډول سره پر خپلو ځايونو کښېښودل سي.
  19. دتجربې دختم څخه وروسته بايد دتجربې داجراء کولو ځای پاک کړل سي.
  20. دتجربې داجراء په وخت کي لابراتواري چپنه بايد اغوستل سوي وي.
  21. لابراتوار ته تر داخلېدو مخ کي لابراتواري چمپلان بايد په پښو سوي وي.
  22. محصلين يوازي دتجربې داجراء کولو په اطاق کي بايد حاضر وي دلابراتوار په نورو اطاقونو او دهليزونوکي ونه ګرځي.
  23. دتجربې داجراء کولو په وخت کي بايد ټول شخصي تليفونونه خاموش کړل سي.
  24. دا چي لابراتوار دعملي کړنو حساس کار ځای دی بايد په خپل سر هيڅ ډول کار پکښي ونه سي او هم دبې ادبۍ څخه جداٌ خوداري و سي. او په پای کي بايد دتجربې نتيجه وليکل سي.