د انجنیري پوهنځی فعالیتونه او لاس ته راوړني:

انجنیري پوهنځی، چي تر اوسه ئې د ایجاد څخه څه د پاسه دیارلس کاله تېر سوي دي يوولس دورې انجنیران د هیواد له (۳۰) ولایاتو څخه فارغ کړي دي چي ټول(۶۷۲)تنه کيږي. زموږ فارغان او د پراکتیک د دورې محصلان په ډیرو د بیا جوړوني په پروژو کي د کندهار او د هیواد په ګوټ ګوټ کي کار کړی او په کار لګیا دي. او د هیواد په بیا رغونه کي ئې فعاله برخه اخیستې ده.د دې ترڅنګ په انجنیري پوهنځی کي علمي او اکاډمیکو فعالیتونو ته هم تر ډیره پاملرنه سوی ده. د هغې جملې څځه د پوهنځی د درسي نصاب ترتیب او د هغه سره سم د مضامینو د مفردات جوړونه او لکچرنوټونه چمتو سوي دي، د محصلانو پوښتني جواب سوي او د دوی سره د لابراتوار او ساحوي کارونو په برخه کي ډیره هڅه سوی تر څو د وخت څخه اعظمي استفاده وکړي. د پراکتیک په دورې کي د هغه کارونه او پروژې څارنه کيږي، چي د استادانو له خوا ورکړل سوي وي، درسي ټولګي په پراجکټرونو سمبال سوي، انجنیري مسلکي لابراتوار او د کمپيوټر درسي خوني جوړي او فعاله دي. د پوهنځی کتابتون ته د نورو کتابتونونو څخه نوي او معتبر کتابونه راوړل سوي او تر پخوا غني سوی دئ.د دې پوهنځی(۲۱)تنه استادان د ماسټرۍ د ترلاسه کولو له پاره بهرنیو هیوادونو ته لیږل سوی. چي د هغوی له ډلي څخه (۱۶) تنه د تالیند هیواد ته یو تن استاد مالیزیا هیواد، یو تن د روسئې هیواد او (۳) تنه ئې جاپان ته تللي دي. چي د نوموړو استادانو له جملې څخه (۱۷) تنه تر زده کړو وروسته بیرته هیواد ته راستانه او عملا د پوهنځی او پوهنتون په تدریسي او اداری چارو کي لګیا دي

اوبو او چاپیریال څانګي د محصلانو شمېر په (۱۳۹۶،۱۳۹۵،۱۳۹۴،۱۳۹۳) کلونو کي

  • د اوبو اوچاپېريال څانګي ته په (۱۳۹۳ل.) کال کي (۴۴) تنه نارينه او (۱) تن ښځينه محصله ورته معرفي سول، چي د مجموعه محصلانو شمېره (۴۵) تنو ته رسيږي.
  •  د اوبو اوچاپېريال څانګي ته په (۱۳۹۴ل.) کال کي (۹۹) تنه نارينه او (۱) تنه ښځينه محصله ورته معرفي سول، چي د مجموعه محصلانو شمېره (۱۰۰) تنو ته رسيږي. د يادوني وړ ده، چي د همدې کال محصلانو څخه يواځي (۳۷) تنه موجود دي.
  • د اوبو او چاپېريال څانګي ته په (۱۳۹۵ل.) کال کي (۷۰) تنه نارينه او (۷) ښځينه محصله ورته معرفي سول، چي د مجموعه محصلانو شمېره (۷۷) تنو ته رسيږي.د يادوني وړ ده، چي د همدې کال محصلانو څخه يواځي (۶۵) تنه موجود دي.
  • د اوبو اوچاپېريال څانګي ته په (۱۳۹۶ل.) کال کي (۷۲) تنه نارينه او (۱۹) ښځينه محصله ورته معرفي سول چي د مجموعه محصلانو شمېره (۹۱) تنو ته رسيږي.د يادوني وړ ده، چي د همدې کال محصلانو څخه يواځي (۶۹) تنه موجود دي.

د اوبو او چاپيریال څانګه ټول (۱۶۷) تنه محصلان لري، چي په نوموړې څانګه کي په خپلو زده کړو باندي بوخت دي.