د علمي برنامو د بيا کتني (Academic Program Review )  APR  د پوهاوي په اړه يو ورځنی ورکشاپ

۳۲/۵/۱۳۹۸ل. کال

دغه ورکشاپ د ۱۳۹۸ل.کال د زمري  مياشتي پر ۲ او ۳مه نېټه د کندهار پوهنتون د کیفیت د لوړاوي د امريت له خوا د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز (PDC) په مرسته د کندهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د دوو څانګو (۱ : فقه او قانون  ۲ :  اسلامي تعليمات ) زراعت پوهنځي د دوو څانګو ( اګرانومي او هاټ کلچر ) استادانو او د انجنيري او طب پوهنځيو د کیفيت د لوړاوي کمېټو مسؤلينو ته  د علمي برنامو د بيا کتني (Academic Program Review )  APR  د پوهاوي په اړه دوه ورځنی ورکشاپ داير سو.د ورکشاپ پرانیستنه د کندهار پوهنتون د علمي مرستيال پوهنمل ډيپلوم انجنير شېرشاه رشاد  له لوري وسول او ګډونوالو ته يی د کیفيت د لوړواي د معيارو او د هغو د تطبيق پر موثريت باندي وږغيدي . وروسته د اجنډا له مخي د پوهنمل سلطان محمد سیرت او پوهنیار عبدالاحد زاهد له لوری د اعتبار ورکووني په جوړښت کی د APR یا علمي پروګرامونو د بیا کتني په  ارزښت ، د علمي پروګرامونو بیا کتني هدف او د علمي پروګرامونو د بیا کتني په پروسه کی ښکېلي خواوي او دهغوي نقش باندي هر اړخيزه بحث او معلومات د ورکشاپ ګډونوالو ته ورکول سوه .


د پوهنتون په سطحه د ټولو اصلي  کمیټو د ارزیابی راپور

نیټه : ۳/۶/۱۳۹۸ ل

د کندهار پوهنتون د علمي ، تدريسي او اداري چارو د بهبود او کیفيت د ښه والي په موخه د کندهار پوهنتون د رئيس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثيق ، کیفيت د لوړاوي آمر پوهنيار عزيزاحمد کاکړ او اقتصاد پوهنځي يو تن استاد پوهنيار عبدالاحد زاهد له لوري د ۱۳۹۸ ل کال د سنبلي د میاشتي پر درېيمه نېټه د پوهنتون په سطحه د ټولو ( څیړنه ، تخنيکی ، کتابتون ، ستراتيژيک پلان ، د استادانو د تقرر او ترفیعاتو ، نصاب او ارزوني ، چاپيريال ساتني ، بريښنايي زده کړو ، نشرات ، نظم او ډيسپلين ، امتحاناتو ، نړيوالو اړيکو ، شپي پوهنځيو د انسجام او مالي چارو د همږغي ) اصلي کمېټو د فعاليتونو څخه ارزيابي ترسره سوه . چي د ارزيابي په پايله کښي د هري کمیټي نيمکړتياوي په نښه او مسولينو ته يي د اصلاح په موخه لازمي لارښووني وسوې. 


د پوهنتون په سطحه د نصاب او ارزوني  اصلي کميټي  له لوري د پوهنځيو د نصاب او ارزوني  فرعي کميټو د ارزوني راپور

د کندهار پوهنتون د کیفيت لوړاوي آمريت په غوښتنه  او د پوهنتون په سطحه د نصاب او ارزوني اصلي کميټې د پريکړي پر اساس د نصاب او ارزوني د اصلي کميټي د ځانګړو ټيمو له  لوري د ۱۳۹۸ ل کال د ميزان  په ( ۸ او ۹ )  نیټه باندي د پوهنځيو په سطحه د نصاب او ارزوني فرعي کميټو د فعاليتونو څخه ارزونه ترسره سوه ، چي په پايله کښي د ځانګړو ټيمو له لوري د هري پوهنځي د نصاب او ارزوني کميټې نيمکړتياوي په نښه او د اصلاح په موخه ورته لازمي لارښووني وسوې.


د علمي برنامو د بيا کتني (Academic Program Review )  APR  د پوهاوي په اړه يو ورځنی ورکشاپ

نيټه : ۲۲/۴/۱۳۹۸

دغه ورکشاپ د ۱۳۹۸ل.کال د چنګاښ( سرطان ) مياشتي پر ۲۲ نېټه د کندهار پوهنتون د کیفیت د لوړاوي د امريت له خوا د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز (PDC) په مرسته د سويلي زون د پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د رئيسانو، مرستيالانو او استادانو له پاره د علمي برنامو د بيا کتني (Academic Program Review )  APR  د پوهاوي په اړه يو ورځنی ورکشاپ داير سو.په دې ورکشاپ کي د کندهار، هلمند، روزګان او زابل د دولتي او شخصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسسو پر استادانو او مسؤلينو سربېر د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي هم ګډون کړی وو.د ورکشاپ پرانیستنه د افغانستان د کرهڼيزو علومو او ټکنالوژي د ملي پوهنتون رئیس دوکتور حضرت میر توتاخېل وکړه او زياته ئې کړه، چي لس کاله کيږي چي د افغانستان پوهنتونونه د کیفیت د لوړاوي په پروسه کي کار کوي او په دې لس کاله کي ډيري ښې لاسته راوړني لري، چي کندهار پوهنتون ئې د نمونې په ډول يادولای سو.نوموړي وويل کندهار پوهنتون له دې زون د ټولو تحصيلي نهادونو سره د دې پروسې په تطبيق کي همکاري کړې او په راتلونکي کي به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.وروسته د کندهار پوهنتون د کیفيت د لوړاوي آمر پوهنيار عبدالحد ذاهد  له لوري د اجنډا مطابق پر لاندي مسايلو هراړخیزه بحث وسو.

۱: د اعتبار ورکووني په جوړښت کی د APR یا علمی پروګرامونو د بیا کتنی ارزښت

۲: د علمي پروګرامونو بیا کتنی هدف

۳: د علمی پروګرامونو د بیا کتنی په پروسه کی ښکیلي خواوي او دهغوي نقش


د پوهنتون په سطحه د کیفيت د لوړاوي  اصلي کميټي  له لوري د پوهنځيو د کیفيت د لوړاوي  فرعي کميټو د ارزوني راپور

د کندهار پوهنتون د کیفيت لوړاوي آمريت په غوښتنه  د پوهنتون په سطحه د کیفيت لوړاوي د اصلي کمېټې د ځانګړو ټيمو له  لوري د ۱۳۹۸ ل کال د ميزان د اوومي څخه تر اوولسمي نیټي پوري د پوهنځيو په سطحه د کیفيت د لوړاوي فرعي کميټو د فعاليتونو څخه ارزونه ترسره سول ، چي په پايله کښي د ځانګړو ټيمو له لوري د هري پوهنځي د کیفيت د لوړاوي کميټي نيمکړتياوي په نښه او د اصلاح په موخه ورته لازمي لارښووني او هدايات وسول.

نیټه: ۱۷/۷/۱۳۹۸       پوهنځي: طب ،     ارزونکی: پوهنیار عزیزاحمد کاکړ، شیرمحمد ساپی​

نیټه: ۱۱/۷/ ۱۳۹۸ ،پوهنځي: د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ،   ارزیابی کونکی: عریزاحمد کاکړ ، کلاب الدین نوری


د يونسکود بينکاک د دفتر له استازو سره د کندهار پوهنتون او زراعتي ملي پوهنتون د استازو لیدنه

نيټه : ۲۹/۸/۱۳۹۸ ل . کال

يونسکو يو نړيوال سازمان دي ، چي د بيلا،بيلو هيوادونو سره د تعليم او تحصيل په برخه کښي وخت پر وخت مرستي او کومکونه کوي .د يونسکو د بينکاک دفتر استازو د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د تفاهم پر اساس د کندهار پوهنتون او زراعتي ملي پوهنتون استازو سره چي په ترکيب کښي يې دوکتور حضرت مير توتاخيل او پوهنيار عزيز احمد کاکړ شامل و،  د ۱۳۹۸ ل کال د عقرب پر ۲۹ نيټه باندي په هرات پوهنتون کښي چي د هرات پوهنتون استازو هم ګډون درلودی ، ليدنه وکړه. چي په دې ليدنه کښي د کندهار پوهنتون او زراعتي ملي پوهنتون استازو د بينکاک د دفتر د راغلو استازو سره د کیفيت لوړاوي په پروسه کښي د خپلو راتلوونکو پلانونو ، ستونزو او پرمختګونو په اړه هراړخيزه معلومات شريک  کړل ، وروسته په ياده ناسته کښي د بينکاک د دفتر د استازو له لوري د کندهار پوهنتون او زراعتي ملي پوهنتون استازو ته د کیفيت د لوړاوي په پروسه کښي د ستونزود حل او راتلوونکو پلانونو د اجرا په برخه کښي  د هر ډول مرستو او همکاري وعده ورکړي .