تاريخچه

نوموړی څانګه په ۱۳۸۳ل.کال کي تاسيس سول او په لاندي بېلابېلو ساحو کي محصلين روزي.

  • داهلي او كورنيو څارويو دخوړو برابرولو بېلابېلي طريقې او ارزښتونه.
  • دغوښو او شيدو وركونكو څارويو روزنه.
  • دهګيو اوغوښو له پاره دكورني او فارمي چرګانو روزل.
  • دمصنوعي القاح پروګروامونه توضيح كول.
  • دماهيانو او شاتو مچيو روزنه

​برسيره پر اختصاصي مضمونونو مسلكي او عمومي مضوونونه لكه عضوي کيميا، حياتي كيميا، غيرعضوي كيمياو، زولوژي، مايكرو بيولوژي، حشره پوهنه او نور هم پکښي تدريس كيږي.