تاريخچه:

د کرنيزاقتصاداوترويج څانګه اوس مهال څلور تنه کادري استادان لري چي نوموړي څانګه دکندهارپوهنتون دکرهڼي پوهنځي په علمي چوکاټ کي په ١٣٨٨ لمريزکال محصلين جذب کړي چي په لومړي دوره کي يي (۸) اته تنه فارغ التحصيل محصلين په دوهمه دوره کي يي پنځلس تنه او په دريمه دوره کي يي شپاړس تنه فارغ التحصيل محصلين دهيواددخدمت په چوپړکي وړاندي کړي دي. چي اوس مهال دهمدي څانګي په دريم ټولګي دشپي او ورځۍ په پوهنځيو کي (۴۷) تنه محصلين په درس بوخت چي ځيني يي نهاري اوځيني يي دپوهنتون په انګړکي په ليليه توګه شپي سباکوي.

اودهمدغه تجربه لرونکواستادانوله خواورته تدريس اوښوونه کيږي.چي ترڅودکرهڼيزاوحيواني محصولاتو دمارکيټينګ اوترويج  پرتو ستونزوته دحل کولولاري چاري پيداکړي اوپه پايله کي دهمد ي سکتوردپراختيااوپياوړتياوسيله وکرځي.

کرنيزاقتصاداوترويج څانګي استادان په خپل وخت په ټول قوت اوطاقت تل هڅه کوي چي وعلمي ،تدريسي ،فرهنګي چاروترڅنګ دمحصلينوعلمي سطح لوړه کړي  اوله بلي خوا کرنيز اوحيواني محصولاتو دمارکيټينګ اوترويج  دښه پرمختګ لپاره دعلم په زيورسمبال محصلين وټولني ته وړاندي کړي.

ليرليد :

دکرنيزاقتصاد او ترويج څانګه په دې هاند ده چي د کرنيز سکتور اړونده په اقتصادي او ترويجي برخو کي مسلکي او په کارپوهه کسان د کرهني د پراختيا او اقتصادي سوکالۍ په موخه وروزي، او په بنا يي د نړيوالتوب پروسي ته د داخليدو تر څنګ د سکتور اړونده ننګونو سره مبارزه وکړي.

رسالت:

دکرنيز اقتصاد او ترويج څانګه هوډ لري، چي  په خپلوهڅو سره داسي يوعلمي او مسلکي چاپيريال رامينځته کړي چي په ترڅ کي يي دمحصلانو او کروندګرو لپاره هراړخيزه اسانتياوي په واک کي ولري، تر څو د وخت د غوښتنو سره سم په نوي او عصري تکنالوژي سمبال علمي او مسلکي کادرونه ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي. 

هدف:

دمسلک اړونده هراړخيزه علمي، ښوونيز او څيړنيزو ميتودونو ايجادول، پلي کول او په بنا يي دکرنيز سکتور اړونده فعاليتونو موثريت لوړول او يوتل پاتي پرمختللي کرنيز سيستم رامينځته کول دي .  

پورتنيو موخو ته دلاس رسي لپاره دپوهنځي ستراتيژيک پلان په بنيادي توګه په لاندي دوو برخو کي لنډېداى شي:   

  1. دظرفيتونو لوړول
  2. په علمي اوعملي برخو کښي دکادرونو روزل

دستراتيژيک پلان او اهدافو دترلاسه کولو لپاره کاري پلان:

دکاري سهولتونو آماده کول:

ددې په خاطر چي دڅانګي دعلمي، تدريسي، اداري او نوري خدماتي چارې په پوره برياليتوب سره ترسره شوي اوسي، نو دضرورت سره سم مواد او وسايل په خپل وخت سره ورته تهيه کړل شي چي هغه عبارت دي له:

  1. دڅانګي په کچې دټولو برخو لپاره څيړنيزو،کمپيوتري،معلوماتي ټکنالوژي، نشراتي،ترويجي او نورو دسمعي او بصري وسايلو تهيه کول.دويډيو کنفرانس داطاق، دچاپ اطاق، دڅيړنيز مرکز او ددرسي صنفونو په ټولو ضروري تخنيکي وسايلو سره تجهيز کول
  1. دڅانګي دشوراګانو لپاره دټولو اړونده سامان آلاتو تهيه کول.
  2. ددرسي موادو تهيه کول.
  3. دکتابتون او څيړنيز مرکز دضرورت وړفرنيچر، سامان آلات او وسايل دهري څانګو په کچې بايد تهيه کړل شي.
  4. دترانسپورتي وسايطو تهيه کول تر څو دڅانګي دټول پرسونل ،استادانو او محصلينو دعملي کارنو دپاره دساحي څخه دليدني  ستونزي حل شي .