د فقه او قانون څانګه هم د پوهنځۍ له شروع سره تاسيس سوې څانګه ده ، چې مستقل صنفونه لري او تخصصي مضامين يې فقه ، اصول فقه، حقوقو او نورو ټولنیزو مضامینوڅخه عبارت دي. د دې څانګي د محصلينو مجموعي شمېرې په دې دول دي:

لومړى ټولګى: ۲۹

دوهم ټولګى: ۴۴

دريم ټولګى: ۶۰

څلورم ټولګى: ۵۱

اوسنى آمر يې پوهيالى ذبیح الله مفکر دی.

دفقه اوقانون دڅانگي دآمر پیژندگلوي:

پوهیالی ذبیح الله(مفکر) د نقيب الله زوی، چې په ۱۳۷۱هـ ل کال د لغمان ولایت په مرکز کي د میدانیو په کلې کې زېږدلی دی، لومړنۍ زده کړې یې په یاد ولایت کې د هرمل په لیسه کې تر سره کړې، د قران کریم حفظ یې په پېښور بورډ تهکال کې په حنفیه مدرسه کې ترسره کړه، په ۱۳۸۴هـ ل کال کې خپل ګران وطن ته د راستنېدو سره سم یې د کابل په عالی دارالعلوم کې د سویه ازموینې وروسته په نهم ټولګۍ کې داخل او په ۱۳۸۶هـ ل کال کې، درس ته د نه رسیدګي له امله په یاد ولایت کې دارالعلوم امام ابوحنیفه(رحمه الله) مدرسې ته په رسمي ډول تبدیل شو او په ۱۳۸۷هـ ل کال کې د یادې مدرسې څخه فارغ او په همدې کال د کانکور له لارې د خوست شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو پوهنځي فقه او قانون څانګې ته شامل شو، په ۱۳۹۱هـ ل کال کې فارغ او په ۷/۱/۱۳۹۲ هـ ل کال د کندهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون په څانګه کې د ازاد رقابت له لارې  داستادي په سپېڅلې وظیفه وګمارل شو، چې تر دې دمه خپله وظیفه په بریالۍ توګه سرته رسوي.

دفقه او قانون دڅانگي استادان