د څلوېښتو کالو (۱۳۵۲-۱۳۹۲هـ.ل.) له تاریخي پېښو څخه زده کړه

 پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د ۱۳۹۲هـ.ل. کال د لړم د مياشتي پر ۱۴-۱۵-۱۶ نېټه، چي د ۲۰۱۳م. کال د نومبر د مياشتي ۵-۶-۷ نېټې سره سمون لري، "د څلوېښتو کالو له تاريخي پېښو څخه زده کړه تر نامه لاندي يوه درې ورځنۍ نړیواله علمي څېړنغونډه ونيول. په دې څېړنغونډه کي له امريکا، کاناډا، اروپا، هندوستان، پاکستان، او د هېواد له نورو ولاياتو څخه پوهان راغوښتل سوي ول. د دې څېړنغونډي بهير په ژوندۍ بڼه په ګرده نړۍ کي خپرېدئ، چي ۵۸۳ ګډونوال حاضر او ۱۴۷۴کسانو د نيټ له لاري کتلی دئ. په ياده نړۍواله علمي څېړنغونډه کي اووه ويشت (۲۷) مباحثې وسوې او ۳۲ مقالې واورول سوې، چي پنځه دېرش (۳۵) مقالې، ويناوي، پيغامونه او د ګډونوالو خاطرې په يوه ښکلې ټولګه کي د عکسونو له البم او سي ډي سره چاپ سوي دي.

د فرهنګي حقوقو يو ورځنی سيمينار

پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د د ۱۳۹۲ کال د سلواغې د مياشتي پر اتمه (۸) نېټه د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کميسيون د سويل لويديځي حوزې د سيمه ايز دفتر سره په ګډه د "فرهنګي حقوق" تر عنوان لاندي يو ورځنی سيمينار جوړ کړ. په دغه سيمينار کي د کندهار ښار د دولتي او غير دولتي ادارو استازو او نورو فرهنګيانو هم ګډون درلود، چي د لسو په شا و خوا کي ويناوي او مقالې واورول سوې او له هري مقالې وروسته يوه مباحثه وسوه. موخه ئې دا وه، چي هغه تاوتريخوالی چي د فرهنګ له لاري په موږ تپل سوي دي، له منځه ولاړ سي

په لوی کندهار کي د زور زياتي او تاوتريخوالي د عللو او عواملو څېړنه او دهغو حل لاري

په لوی کندهار کي د تاوتريخوالي د عللو او عواملو او د هغوی د حل لارو تر عنوان لاندي څېړنه ترسره سوې ده. ياده څېړنه د لوى کندهار په څلورو ولايتونو (کندهار، هلمند، روزګان او زابل) کي د زورزياتي او تاوتريخوالي د عللو، عواملو په څېړنه او د حل لارو په موندنه کي د مرکې او پوښتنليک له ميتود څخه کار اخيستل سوی دئ او په کلي توګه (٨١٤) پوښتنليکونو ته ځوابونه ويل سوي او ( ٩٦) مرکې سوي دي. ياده څېړنه اړوندو خواوو ته هم سپارل سوې ده.

د مورنۍ ژبي د ودي او پرمختګ د لارو چارو نړۍ وال سيمينار

د مورنۍ ژبي  د ودي او پرمختګ د لارو چارو تر عنوان لاندي نړۍ وال سيمينار جوړ سوی وو.  په ياد سيمنار کي له هېواد بهر او داخل کي له ګڼو ولايتونو څخه مېلمنو ګدون کړی وو، چي ۴۱۰ ګډونوال حاضر او ۸۶۳ کسانو د نيټ له لاري کتلی دئ. په ياده غونډه کي د مورنۍ ژبي پر وده او پراختيا بحث وسو، په بېلا بېلو اړخونو کي د ژبي د ودي او پراختيا له پاره ګډونوالو ګروپي کار وکړ او ستونزي ئې په ګوته او ممکنه حللاري ورته وپلټل سوې.

د نه زور زياتي توضيحي ناستي (ورکشاپونه)

پاچاخان علمي څېړنيز مرکز  د نويو محصلانو او لېسو د لسم، يوولسم او دوولسم ټولګيو شاګردانو ته د فرد، کورنۍ او ټولني د اخلاقو او نه زورزياتي اړوند ۱۵۸ توضيحي ناستي يا ورکشاپونه نيولي، چي ټول ټال ۴۶۸۷ تنو ګډون پکښې کړی. د دې  ډلي څخه ئې ۹۱۷ تني خويندي وې.

دقران عظیم الشان د حفظ سیالي

پاچا خان علمي څېړنيز مرکز د قران عظيم الشان د حفظ سيالي  دائره کړي وه،  په ياده  سيالۍ کي د دينی مدرسو، ښوونځيو او پوهنتون محصلانو، چي ۸۲ حافظان ول، ګډون کړی و.په یاده غونډه کي دکندهارولایت دینی علماء، دپوهنتون استاذان اونورو عاموخلکو ګډون درلود، د شرعیاتوپوهنځي استاذانوپه یاده غونډه کی ګډونوالوته خپلی ارزښتناکي ویناګاني واورولي ، همدغه شان دراغلو میلمنوڅخه دکندهارولایت دینی علماوو خپلي ویناګاني پرګډونوالو ولورولي او د کندهارپوهنتون- پاچاخان علمي څېړنیز مرکز څخه ئې ستاینه وکړه او غوښتنه ئې وکړه، چی داسی سیالۍ نوري لازیاتي کړي، ترڅو دپوهنتون او د دیني مدارسو تر منځ فکري واټن کم سي او یو تربل ئې اړيکي ټينګي سي.

د انځورګرۍ سيالي

"دژوند ښې او ښادۍ، ظلم او خوارۍ" ترنامه لاندي دکندهار ښار د ۱۵ لېسو د ۵۲۰ زده کوونکو تر منځ د انځورګرۍ سيالي ترسره سوه. ترڅو د سالم او سوله ايز ژوند پيغام د انځور د لاري ټولني ته وړاندي سي. د يادوني وړ ده، چي نوموړي سيالي لومړی پړاو  د ۱۳۹۳ کال د وږي د مياشتي په ۲۰ نيټه پيل سوه او سيالي په ښوونځيو کي د مرکز د غړو له خوا ترسره کېدله  او د ۱۳۹۳ کال د تلي د مياشتي پر ۲۶ نيټه پای ته ورسيده.تر کتني او نظارت وروسته ۲۲ زده کوونکي د تکړه انځورګرانو په توګه د سيالۍ دوهم پړاو ته راپورته سول او د امادګي له پاره پوره وخت ورکړل سو. د ۱۳۹۳ کال د لړم پر  ۴ نېټه  د وروستي پړاو له پاره کندهار پوهنتون ته راوبلل سول، تر څو خپل استعداد نور هم د داورانو په وړاندي ښکاره کړي. چي د داورانو له ډلي څخه هم د ښکلو انځورونو د ټولني څخه تکړه انځورګران راغوښتل سوي ول.وروسته تر انځورګرۍ په ۲۲ انځورنو کي درې انځورونه د لمړي، دوهم او درېيم مقام له پاره د داورانو له خوا وړاندي سول، چي لمړي، دوهم او درېيم مقام ته ډالۍ هم د مرکز له خوا برابري سوي وي او د ټولو د تشويق او هڅوني له پاره پاته ۱۹ تنو انځور ګرانو ته هم ډالۍ ورکول سوي.

د خطاطۍ د سيالي

کندهار پوهنتون-پاچاخان علمي څېړنيز مرکز په ټولنه کي د زورزياتي د له منځه وړلو او پر ځای ئې د نه زورزياتي، زغم، حوصلې او تعقل د روحيې د پياوړي کولو په موخه د پوهنتون د محصلانو او د کندهار ښار د پنځه لسو (۱۵) ښوونځيو د زده کوونکو تر منځ "د هنرونو په مرسته د انساني ښېګڼو وده" په نامه د خطاطۍ يوه سيالي جوړه کړه. يادي سيالۍ درې پړاوه درلودل، چي د ۱۳۹۵ کال د ليندۍ پر اوله نېټه پيل او د همدې مياشتي پر اته ويشتمه (۲۸) نېټه پای ته ورسېده. په دغه سيالي کي څلورسوه شپاړس (۴۱۶) محصلانو او د ښوونځيو زده کوونکو برخه اخيستې وه، چي دوه سوه دواتيا (۲۸۲) کسه هلکان او يو سلو دېرش (۱۳۰) تنې خويندي وې. په سيالي کي د ټاکل سوي پلاوي له خوا لومړی، دوهم او درېيم مقام انتخاب او جايزې ورکړه سوې. پاته دي نه وي، چي د سوکاله ژوند، ارام افغانستان او سولي په اړه د پخوانيو ليکوالانو او پوهانو همدا ليکل سوي ټولني ته د عامه پوهاوي په موخه وړاندي سوې

تمثيلي مناظرې

د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ  دوه ځلي د انتخاباتو اړوند مناظري ترسره سوي، تر څو په محصلانو کي د زغم او متقابل احترام فرهنګ وده وکړي.

د مرکز مجلې

د ښېګڼي تر نامه لاندي مهالنۍعلمي مجله، چي د سولي په اړه علمي لېکني او څېړني نشروي  او د زغم تر نامه لاندي بولټين په هره ربعه کي چاپېږي، چي د مرکز کړني او سولي کلب فعاليتونه پکښي نشرېږي.

د مقاله ليکني سيالي

د مقاله ليکني سيالي ( د افغانستان د اوسنيو شخړو او لانجو حل په څه کي وينئ) تر عنوان لاندی ترسره سوه، چي  ۵۰ تنو محصلانو ګډون پکښي کړی ؤ.   د کميټي د پرېکړي په اساس اول ، دويم او درېيم  مقامونه وټاکل سول او د يادو محصلانو د هڅوني په موخه  ډالۍ ورکړل سوې،  پاته دي نه وي، چي  ياده سيالي د يو خاص هدف له پاره په لاره اچول سوې وه، تر څو په عام اولس، محصلانو او بېلا بېلو اقشارو کي د افغانستان شخړي ته د سولي عمومي ذهنيت متوجه سي.

د سولي مضمون کميټي ناستې

په درسي نصاب کي د سولي مضمون مفرداتو برابرولو اړونددوه ځلي کميټي ناستي ترسره سوي دي. همدارنګه په درېيو پوهنځيو کي د سولي مضمون د تدريس تر څنګ د يادو درېيو پوهنځيو کتنه او  ارزونه  روانه  ده. مرکز د  (    USIP   ) په مالي مرسته په پورته پوهنځيو کي د سولي مضمون د محصلانو د صبر، زغم او شخړو د حل په موخه اضافه سو.

د سولي ملي کنفرانس

 پاچا خان علمي  څېړنيز مرکز د سولي ملي کنفرانس تر نامه لاندي يوه علمي او څېړنيزه غونډه ترتيب کړې وه.

ياده غونډه  د کندهار پوهنتون د غونډو په تالار کي د ۱۳۹۸ کال د وري د مياشتي پر۲۱ نېټه دائره سوې وه، چي په ياده غونډه کي د پاچاخان علمي څېړنيز مرکز رئيس پوهندوی انجنير محمد اسلم "حاذق " د همدې مرکز غړو،د ځېنو دولتي او غير دولتي ادارو کارمندانو،د کندهار پوهنتون استادانو، محصلانو او مدني فعالانو ګډون درلود. غونډه د قرانکريم په څو  مبارکو ايتونو پيل او وروسته د غونډې د پرانيستي وينا له پاره د پاچاخان علمي څېړنيز مرکز ښاغلي حاذق ګډونوالو ته خپله پرانيستونکې وينا واورول. ښاغلي حاذق په خپلو خبرو کي د پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د تېرو فعاليتونو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه لنډ معلومات ګډونوالو ته  وړاندي کړل. ورپسې حافظ نعمت الله اميرزاده د پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د فعاليتونو په اړه د غونډي ګډنوالو ته پريزينټېشن ارايه کړ او تر څنګ ئې د پيس کلب د تېر يو کال معلومات هم د غونډي برخوالو ته په واک کي ورکړل. د مدني ټولنو په استازيتوب راز محمد ژمن په ياد کنفرانس کي خبري وکړې، ژمن په خپلو خبرو کي وويل: سوله زموږ لومړيتوب او ضرورت دی او د سولي لپاره له خپل ځان او سر نه تېر يو.پاته دي نه وي، چي د غونډي په پای کي د سولي ګروپ د تېر يو کال فعال غړي د مډالونو په ورکولو سره وستايل سول.

د څېړني مېتودلوژي ورکشاپونه

 څېړني مېتودلوژي تر عنوان لاندي دوه ځلي پنځه ورځني ورکشاپونو جوړ سوي ول. ياد ورکشاپونه د محصلانو د علمي ظرفيت د لوړولو په موخه ترتيب سوي ول، ترڅو محصلان د څېړني دفرهنګ او بالاخره د سولي په اړه بېلابېلي څېړني ترسره کړي.