ويب پاڼه:

دکمپيوټرساينس پوهنځی وخپلو ټولومحصلينو ته دکار او دزده کړي داسانتيا دپاره يي يوه ويب پاڼه هم جوړه کړي ده چي ټول محصلين کولای سي په هغه ويب پاڼه کيځان ثبت کړي او وروسته يي له خدماتو څخه ګټه واخلي او ترڅنګ يي دمعلوماتو او دخبرتياو دپاره يي فيسبوک پاڼه هم ترتيب کړي ده چي په وخت سره دمحصلينو دپاره معلومات او خبرتياو خپره وي په نوموړي ويب پاڼه کي دپوهنځی اړوند ټول مطالبو ته محصلين لاس رسي درلودلای سي. WWW.kfocs.edu.af

دښي زده کړي دپاره زرغون چاپيريال:

دپوهنځی په داخل کي دمحصلينو دعملي او ګروپي کارونو دپاره ځيني امکانات برابر سوي دي چي کولای سي دسبيني تختي او دچارټونو څخه په استفاده خپل عملي کارونه او ګروپيکارونه ترسره کړي.او ددي ترڅنګ يي دپوهنځی شاوخوا ته هم دزده کړي، ګروپي کارونو او ناستي دپاره زرغون چاپيريال برابر کړی دی.

کمپيوټر ليب:

دا چي کمپيوټرساينس پوهنځی داوس دپاره خپل مشخص تعمير نه لري نو په همدي اساس ټول محصلين او استادان دعملي کارونو او پروژو دپاره دITCQ كمپيوټر ليبونو څخه استفاده کوي.

كتابخانه:

دکمپيوټر ساينس پوهنځی کتابخانه دکندهار پوهنتون په عمومي کتابخانه کي ځای پر ځای سوي ده چي دهمدي مسلک اړوند کتابونه تر ډيره حده پکښي موجود دي او محصلين کولای سي چي د کتابخاني دکارټ په درلودلو سره دنوموړي کتابخاني څخه استفاده وکړي.همدارنګه يي دجرمني د برلين دتخنيکي پوهنتون په مرسته او دڅو استادانو په مرسته دعمومي کتابخاني ترڅنګ يي په پوهنځي کي هم يو کوچني کتابخانه داستادانو او محصلينو دپاره اماده کړي ده چي تر۱۵۰څخه زيات کتابونه او مجلي په کښي موجودي دي چي محصلين کولای سي همدلته په پوهنځی کي په فارغه وخت کي ځنياستفاده وکړي.