د ژورناليزم پوهنځي د عملي زده کړو امکانات:

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د رسنيو عملياتي مرکز (MOC) د ياد پوهنځی محصلانو ته عملي زده کړي برابروي، دغه زده کړي د راډيو او مطبعې په برخه کي ورکول کيږي. د (۱۳۹۶ل.)کال کي (٢٣٥) محصلانو ته د راډيو او مطبعې په برخه کي عملي زده کړي ورکړي دي، چي په يادو محصلانو کي څلور تنې ښځينه محصلان دي.

د راډيو په برخه کي لاندي پروګرامونه ورښودل سوي دي:

  • اډب اډيشن
  • راډيو تخنيک
  • راډيويي خپروني
  • د خپرونو ايډيت

په مطبعه کي ئې په لاندي برخو کي زده کړي ور کړل سوي دي:

  • اډب فوټوشاپ
  • کورل ډرا
  • د مطبعي تخنيک