پېژندنه : 

علامه حبيبي کتابتون چي په ١٣٧١ لمريز کال کي تاسيس سوئ دى تراوسه دستونزمنو شرايط په درلودلو سره بېلابېل پړاوونه  طى کړيدي چي فعلاً ئې بويه سارئ  دسيمي په سطحه  لږ برېښي .دا کتابتون

له پيله  تر دې دمه دلاندي مديرانو ترمديريت لاندي رهبري سوئ او لامخ په وړاندي ځي  . 

  1. محمد داؤد
  2. عبدالله
  3. استاد زمريالى تڼى
  4. استاد قدرت الله (نظري)
  5. استاد شهزاد ګل
  6. استاد سيداحمد (قانع)
  7. استاد محمد نسيم (رسولي )
  8. استاد نوراحمد (سعادت) په سرپرست ډول
  9. استاد نوراحمد (قران مل)

داکتابتون دتشکيل له مخي څلورعمده برخي لري .

  • عمومي مديريت
  • ريفرنس مديريت
  • تنظيم مديريت
  • توزيع مديريت

دپورته تشکيل ترڅنګ دافغانستان پېژندني ، کارت توزيع او څارني څانګي هم لري چي په تشکيل درسمي کېدو له پاره به دکتابتون اداره دراتلونکي له پاره لاس په کار سي .  

ليرليد :

په ملي او نړيواله کچه دعلمي څېړنيزو اثارو اواسانتياؤ له پاره چوپړ .

رسالت :

دکندهار پوهنتون داستادانو ،محصلانو او کارکوونکو له پاره دنړۍ دپرمختللي کانګريس او نړيوال انټرنيټي سيسټم (KOHA) په معياري خدمتونو سره  څېړني ، مطالعې او بريښنايي اسانتيا وړ زمينه مهيا کول .

اهداف :

  • دعلمي او څېړنيزو سرچينو را ټول او دلوستونکو په واک کي ورکول .
  • داستادانو او محصلانو علمي سطحه لوړول .
  • کندهار پوهنتون له نړيوالو  معيارونو سره برابرول .
  • په علمي ډګر کي افغان ولس له پاره  چوپړ  .