تاريخچه : 

دکندهارطب پوهنځی په ۱۳۷۲ل. کال کي دهيواد په سهيل لويديځ کي دکندهارپوهنتون په چوکاټ کي دطبي داکترانو ديوازني اوستري دولتي فارغه کونکي طبي مؤسسې په توګه تاسيس سوې ده. د هيواد په كچه يوه دهغو ځوانو طبي پوهنځيو څخه شمېرل كيږي کوم چي دنمو او پرمختګ په حال كي ده.همدا اوس په دې پوهنځي كي دهيواد دبېلابېلو ولايتونو او دپاکستان هيواد څخه په ټوليزه توګه سره د ۴۰۰ په شاوخوا کي زده كونكي په تحصيل بوخت دي چي د۲۹ تنو كادري استادانو له خوا يې تدريسي چاري پرمخ وړل كيږي.له پيله څخه طب پوهنځي تردې دمه پوري په ۱۳ دورو کي تر۵۰۰ زيات (۲۰ ښځينه) دMD په سويه ځوان ډاكتران تربيه او ټولني ته وړاندي كړي دي، چي دټولني ته دچوپړکولو جوګه دي. زيات شمېر يې دکندهارولايت دعامي روغتيا اړوند په ميرويس حوزوي روغتون، دهيواد د۳۴ ولايتونو په ګوټ ګوټ او حتي دهيواد څخه بهر په نورو  روغتيايي تاسيساتو کي په دنده او يا هم په لانورو لوړوزده کړو لګيا دي.جوته ده ديوه پوهنتون يا يوې پوهنځی دنده نه يوازي تدريس، بلكي پرتدريس سربېره علمي څېړني او و ټولني ته خدمت كول هم دي. دداخلي جنګونو، لږو امکاناتو، او شته ننګونو سره سره طب پوهنځی په خپل وار سره خپله علمي وجيبه پرځای کړې او په طبي ساحه کي يې ددې ټولني و مبرمو اړتياوو (روغتيايي زده کړو، څېړنو، او روغتيايي خدماتو په ترسره کولو سره) ته مثبت ځواب ويلی دئ.

لېرليد:​

په افغانستان کي دلومړنی مخکښي لارښودي طبي ښوونيزي او روزنيزي مؤسسي په توګه راڅرګنديدل.

رسالت:

دطبي ساينس او تخنيک ددرست تطبيقولو ، دعصري طبي ښووني، څېړنو ، او دټولنيزو خدمتونو  له لاري دټولني روغتيايي حالت ته ښه کول.

دپوهنځی بنسټيزي دندي:

  • دطبي مسلکي کسانو دڅومره والي او څرنګوالي دلا زياتوالي په موخه دليسانس په کچه دمعالجوي طب په ساحه کي چي دعامي روغتيا برخه هم پکښي رانغښتې وي دعصري طبي زده کړو  وړاندي کول
  • ​په روغتيايي ساحه کي دڅېړنو ترسره کولو او و څېړنو ته داسانتيا برابرولو له لاري دټولني داړينو روغتيايي ستونزو په نښه کول او دهغوی دحل لاري لټول.
  • ​دعصري پرمختللو درمليزو ميتودونو دکارولو له لاري ټولني ته دباکيفيته روغتيايي خدماتو ترسره کول
  • ​دټولني اړتياوو او دپوهنځی لېرليد ته په کتلو سره د کندهار طب پوهنځی و ټولني ته د چوپړ کولو په موخه داسي پوه، وړ، او ژمن کسان وړاندي کوي کوم چي د لاندي ځانګړتياوي په درلودلو  باندي پسولل سوي وي:
  • دټولني روغتيايي اړتياوو ته ځواب وركونكي وي.
  • وټولني ته دعلمي خدمتونو جوګه وي.​
  • دهيواد دروغتيايي سيستم په دوامداره نوي کولو او پرمختګ كي اغېزمنه ونډه واخلي.
  • دنړيوالتوب دنوو ننګونو په وړاندي ددرېدلو او له منځه وړلو توان ولري