د عامی روغتیا د ماسټری پروګرام پرانستنه:

د عامي روغتیا د ماسټرۍ پروګرام په رسمي ډول د 2017 کال د اپرېل د میاشتي پر ۱۸ نېټه چي د ۱۳۹۶ل. کال د حمل د میاشتی د ۲۹  نېټې سره سمون لري، په رسمي ډول پرانستل سو. په پرانست غونډه کي د لوړو زده د وزارت ستر سلاکار پوهاند حمیدالله امین او ورسره ملګرو، د USWDP ادارې څخه ډاکتر حبیب الله واجدي او ملګرو، د کندهار ولایت استازو، د کندهار پوهنتون مشرتابه، د پوهنځیو رئیسانو، د سکتوری ریاستونو استازو، د عامی روغتیا د ماسټرۍ پروګرام د مشورتی بورډ غړو، د طب پوهنځي استادانو، داو محصلینو او د طب پوهنځي ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی وو. د عامي روغتیا د ماسټرۍ پروګرام فعلاً ټول ټال ۳۰ تنه زده کونکي لري چي په ۲ دورو کي زده کړه کوي. دې پروګرام ته د شمولیت لپاره نوم لیکنه هر کال د جوزا د لومړۍ نېټې څخه پیل او بیا د اسد میاشتي تر پایه دوام مومي. د دې پروګرام د زده کونکو لپاره ټول د نظري او عملي تدریس شرایط لکه ټولګي، کمپیوټر لېب، او نوري اسانتیاوي په پام کي نیول سوي دي او هم په یو شمېر مضامینو کي د دباندنیو استادانو په ذریعه د سکایپ له لاري تدریس مخته بیول کېږی.

 

د MPH پروګرام پېژندنه :

د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي د عامي روغتیا د ماسټرۍ پروګرام، چي د لوړو زده کړو وزارت د ستراتیژي او د کندهار پوهنتون د توسعوي پلان له مخي پلان سوی وو. د ۱۳۹۵ل. کال د مرغومي میاشتي پر ۱۰ نېټه، چي د ۲۰۱۷ز کال د جنوري میاشتي د لومړۍ نېټې سره سمون لري رسماً خپل تدریسي فعالیت پیل کړ.

د عامي روغتیا د ماسټرۍ پروګرام په کندهار پوهنتون کي د ماسټرۍ تر کچي د لوړو زده کړو لومړنی پروګرام دئ، چي د همکارۍ تړون ئې په لومړي ځل د ۲۰۱۵ ز کال د می  میاشتي پر ۱۸ نېټه چي د ۱۳۹۴ ل. کال د ثور میاشتي د ۲۸ نېټې سره سمون لري د کندهار پوهنتون او د USWDP یا د پوهنتونو څخه د ملاتړ او بشري ځواک د پر مختګ پروګرام تر منځ لاسلیک او د بریا له پاره ئې هلي ځلي پیل سوې. تر هرڅه لومړی د پروګرام د ښه مخ ته بېولو او د پروګرام له پاره د پالیسۍ د سند د ترتیبولو په منظور د کندهار  پوهنتون په سطحه د فوق لیسانس کمېټه جوړه، چي د دندو تر لایحې وروسته ئې په لومړي قدم کي د لوړو زده کړو د وزارت د فوق لیسانس مقررۍ په پام کي نیولو سره د عامي روغتیا د ماسټرۍ پروګرام له پاره د پالیسۍ سند ترتیب کړ.

لیرلید :

د عامي روغتیا له برخي څخه د فارغانو د همکارۍ د شبکې جوړول تر څو د عامي روغتیا د ظرفیت د لوړوالي له پاره کار وکړي او په افغانستان کي په دې برخه کي خدمات لا پیاوړي کړي.

رسالت :

د عامي روغتیا په برخه کي د بشري منابعو انکشاف، د څېړنیزو خدماتو پیاوړتیا او په افغانستان کي د روغتیا په برخه کي د ظرفیتونو لوړوالی.

د عامي روغتیا د ماسترۍ پروګرام اهداف،  مقاصد  او اساسي ارزښتو

۱ - د عامي روغتیا په برخه کي روغتیایي خدمتونو ته زمینه برابرول تر څو په  هیواد کي شته  ننګووني رفع سي.

۲ - د عامي روغتیا په برخه کي د رهبرۍ د پیاوړتیا له لاري په جنوب لویديځه حوزه کي د مور او ماشوم د مړیني او د ناروغیو د شیوع د کچي ټیتول.

۳د محصلانو ظرفیت جوړونه تر څو په جنوب لوېديځه حوزه کي د عامي روغتیا په برخه کي ضروري څېړني تر سره کړي.

اساسي ارزښتونه :

علم، مهارتونه، سلوک، د تغیر له پاره تعهد، مساوات، تولنیز عدالت، عامه روغتیا او پیاوړتیا.

د داخلې شرطونه :

۱ -  هغه کسان چي له طب، ستوماتولوژی، نرسنګ، فارمسي او طبي تکنالوژۍ  څخه فارغ سوي وي او د لیسانس سند و لري.

۲ - هغه کسان چي په دې پروګرام کي داخله اخلي باید د داخلې د کمیسیون شرطونه پوره کړي، چي باید د ډیپلوم د سند کاپي، خلص سوانح، د پوهنتون د رسمي نومرو کاپي، د هویت کارت او که چیري د کومي موسسې له خوا معرفي کیږي باید د تمویل رسمي مکتوب ولري.

۳ -  درخواست کوونکی باید د شمولیت  آزموینه ( انګلیسی او مسلکي) او مرکه تر سره کړي.

۴  - هغه کسان چي په دې پروګرام کي شاملیږي باید د لیسانس د نومرو اوسط ئې تر ۶۵ سلنه کم نه وي.

۵ - خارجي فارغان په هغه صورت کي شاملېدلای سي، چي د لیسانس د B  درجه ئې تر لاسه کړې وي.

۶ - هغه کسان چي په دې پروګرام کي شاملېږي باید د انګلیسي او کمپیوټر  دکورسونو څخه د فراغت سند و لري.

۷ - د لومړیتوب حق هغه کسانو ته ورکول کېږي چي سن ئې له ۴۰ کلو څخه کم او عامه روغتیا کي کاري تجربه ولري.

۸ - د لومړیتوب حق هغه کسانو ته ورکول کېږي، چي د هیواد په جنوب لویديځه حوزه کي کار کوي.

۹ - دغه پروګرام د ښځو داخلې ته ارزښت ورکوي، له همدې کبله  له دوی سره ځانګړی مراعات کېدای سي.  

نصاب :

د کندهار پوهنتون د طب پوهنځی د عامي روغتیا د ماسټرۍ پروګرام نصاب یا درسي کریکولم د هیواد او د سیمي په سطحه یو جامع کریکولم دئ، چي د هیواد ټولي روغتیایي ستونزي په کښي نغښتي او د امریکا د متحده آیالاتو د نوموتي پوهنتون یا جان هاپکنز پوهنتون په تخنیکي مرسته ترتیب سوی دئ.

د عامي روغتیا د ماسټرۍ پروګرام ټوله ۴۰ کریډیټه دئ، چي په ۲ کلونو او یا ۴ سمسټره کي پای ته رسېږي، ولي کوم محصلین چي ستونزه ولري کولای سي، چي دا پروګرام په ۳ کلونو کي پای ته ورسوي، که په ۳ کلونو کي هم بریالي نه سول بیا د پروګرام څخه خارجیږي.

مالي چاري :

د عامي روغتیا د ماسترۍ د پروګرام د داخلې  فیس ۵۰۰۰  افغانۍ دئ. د کورس د تدریس فیس د هر سمستر له پاره ۴۵۰۰۰ افغانۍ دئ، چی باید د هر سمسټر د پېل نه مخکي تادیه سي، او د ریسرچ فیس ۱۰۰۰۰ افغانۍ دئ چي د څلورم سمسټر څخه مخکي تادیه کېږي. د فیسونو بیرته ورکول د لوړو زده کړو  د وزارت له ۵۰ نمبر قانون سره سم تر سره کیږي. له دغو فیسونو څخه علاوه، محصل د استوګني ځای، ټرانسپورټ او د کپستون د پروژې  مصارف په خپله مهیا کوي. په دغه اړه زیات معلومات د پروګرام له همږغي کوونکي څخه تر لاسه کېدای سي.

د عامي روغتیا د ماسترۍ پروګرام کورسونه :