ss

د ژبو او دبیاتو پوهنځي د رئیس ژوندلیک

ذبیح الله ادبپال د حاجي عنایت الله زوي او د حاجي عبدالعزیز لمسی په ۱۳۶۷ ل. کال کي په دکندهار ښار په دوهمه ناحیه کي زېږېدلي دئ. په ۱۳۸۷ ل. کي دصوفي ذکور عالي لېسې څخه فارغ سویدئ، په۱۳۹۱ ل. کي دکندهار پوهنتون دښووني او روزني پوهنځي دپښتو ژبي او ادبیاتو له څانګي څخه په لیسانس او په ۱۳۹۵ ل. کال کي دهندوستان په حیدآباد ښار کي دعثمانیې پوهنتون د انګلیسي ژبي ادبیاتو له څانګي څخه ماسټر فارغ سويدئ. ده په ۱۳۷۹ ل. کال کي دانګلیسي ژبي لمړنۍ زده کړي دافغان سید جمال الدین دانګلیسي ژبي اوکمپیوټر په یو خصوصی مرکز کي چي د کندهار ښار دعید ګاه پرجاده موقیت لري را پېل کړې او د اډوانسډ تر کچي پوري ئي د۱۳۸۵ ـ ۱۳۹۱ل. کال پوري  دانګلیسي ژبي زده کړي په سباوون (اوسنۍ اقرأ) د انګلیسي ژبي او کمپیټرزده کړي په عملي مرکز کي پای ته ورسولې. پوهنیار ذبیح الله ادبپال په بریالیتوب سره دپښتو ژبي او ادبیاتو دلیسانس دلاسته راوړلو وروسته په ۱۳۹۲ ل. کال کي دکندهار پوهنتون دښووني او روزني پوهنځی د پښتو ژبي او ادبیاتو په څانګه کي علمي کادر ته داخل سویدئ او د۱۳۹۵ل.کال دسنبلې دمیاشتي را وروسته دکندهار پوهنتون دژبو او ادبیاتو پوهنځی درئیس په توګه خپلي چاري مخته بیايي.

اړیکشمېره:  ۹۳۷۰۰۴۹۴۳۲۲+

برېښنالیک: adabpal@gmail.com