دکمپيوټرساينس پوهنځی درئيس پيغام

 دکندهارپوهنتون دکمپيوټرساينس پوهنځی داستادانو او کارکوونکو په استازيتوب ستاسو راتګ ته ښه راغلاست وايم.

دکمپيوټرساينس پوهنځی دکندهارپوهنتون دستراتيژيک پلان له مخي او دټولني دنن ورځي دغوښتنو سره سم په (۲۰۱۴) ميلادي کال کي دپوهنتون دنورو پوهنځيو ترڅنګ يي په کار پيل وکړ.او تردا مهاله پوري دري فعاله څانګي لري چي عبارت دي له ډېټابېس، نيټورک او سافټوير انجنيرينګ څخه.دکمپيوټرساينس پوهنځی دليرليد(دهيواد دمعلوماتي او مخابراتي ټکنالوجي په برخه کي ديو مخکښ په توګه دپرمختللو زده کړو او څيړنو دپاره دزميني برابرول او په همدي برخه کي دمسلکيکادرونو روزل دي) او درسالت (په اړونده برخه کي سالمه روزنه، ابتکار او ځاني پرمختګ ته ښه وده ورکولد سيمه اييزو او نړيوالو علمي موسساتو په مرسته د تحقيقاتو دپاره لاره هوارول، دټولني دښه والي دپاره داغيزمنو خدماتو وړاندي کول) له مخي دپوهنځي ټول هبري او کارکوونکي هميشه دا هڅه کوي تر څو ستاسو دښي زده کړي او يوي روښانه راتلونکي دپاره زمينه برابره کړي.دپوهنځی رهبري په دي وياړي چي په ډير لږ وخت کي يي زيات پرمختګ کړی او په بيلابيلو برخو کي ئي وياړونه ترلاسه کړي دي،خو بايد ووايم چي دپوهنځی په هرډول پرمختګ او دوياړونو په ترلاسه کولو کي ستاسي هڅي دستايلو وړ دي او اميد لرم چي تاسي هم په خپله برخه کي زموږ سره ددي کاروان ترمنزله رسيدو کي خپل کوښښونه ونه سپموی.دا چي په يوه داسي ټولنه کي ژوند کوو چي دژوند هربرخه (زده کړه، پوهه، کار، ټولنيز او ګد ژوند ...) ټول دکمپيوټر او ټکنالوجی سره تړلي دي او ګران هيواد مو په دي برخه کي ډيرزيات کاري قوي ته اړتيا لري نوغواړم دا ډاډ درکړم چي هرهغه څه چي ستاسو دزده کړي دپاره لازم وي درته برابر کړو.دکمپيوټرساينس پوهنځی رهبري ستاسو وړانديزونو او اصلاحي مشهورو ته هميشه ښه راغلاست وايي او دپوهنځی رهبري هميشه ستاسو په خدمت کي ده. 

په درنښت

د کمپيوټر ساينس پوهنځی رئيس

پوهنيار عبدالستار کاکړ