د ښووني او روزني پوهنځی د رئيس پيغام:

دهرې بشري ټولنی په اساسي برخو کښي دانسانانو دژوندانه او انساني ټولني وده او پرمختک سره تړلي دي،چي يو یې هم دلوړوزده کړو پوهنتونونه او مختلفي پوهنځیاني دي.که دلوړوزده کړواهميت ته ځيرسو، یقيناً علم او پوهه يوه روښنايي ده او په دې روښنايي کښي دټولني ترټولو لوی قشر(ځوانان) دهمدې روښنايي په برکت دښه آيندي دراتولونکي څخه برخمن کېدای سي.لوړي زده کړي په وروستيو څلويښتو کلنو کښي له بده مرغه په ټول هېواد کښي دټولني دنورو اقتصادي او فرهنګي برخو غوندې ډيره له پښو لوديدلي ده، پوهنتونونه مو زياتره تړلي وه، ځوانان او ځلميان مو تحصیل ته زړه نه ښه کوي او کورنۍ يې هم و تحصيل او زده کړي ته نه هڅوي، دلوړو زده کړو نظام مو لاتراوسه پرپښو نه دي دريدلي کله کله په دې برخه کښي له فساد څخه کړيږو داستادانو او محصیلنو روحيه مود پخوا په شان ډیره پياوړي نه ده.

په همدې اساس دکندهار پوهنتون رهبري تصميم ونيوی، چي دکندهار په ولايت کښي دښووني او وزني پوهنځی دلومړی ځل لپاره په ۱۳۸۲ هـ ش کال تشکيل کړي.دې پوهنځی په خپله لومړني دوره کښي ۸ تنه محصیلين درياضي په څانګه کښي و جامعي ته تقديم کړه، وروسته دکېميا، بيولوژي، پښتو، انګليسي، دري، فزيک، تاريخ، جغرافيه، کمپيوټر زده کړي، بدني روزني، بلوڅي او اسلامي ثقافت څانګي دوطن د اولادونو دسالمي تربيې لپاره جوړي سوي. نن ورځ همدغه پوهنځی دښوونکو دروزني دعالي موسسې او دپوهني درياست دليسو او ښوونځيو لپاره هرکال تقريبا ۴۳۰ تنه محصلین په مسلکي روزنه سمبال دښوونکي په صفت فارغه کوي او دټولني په اختيار کښي دخدمت لپاره ورکوي. په همدې پوهنځی کښي تقريبا د افغانستان د۳۰ ولايتونو څخه محصلين په تحصیل بوخت دي. زما هېله او آرزو دټولو ځوانانو څخه داده، چي ولوړوزده کړو ته دخپلي ښه ايندي او دمملکت دپرمختګ په خاطر مخه کړي، څو دنړی دنورو ځوانانو سره دعلم په ډګر کښي سیالي وکړای سي.