داچي دکندهار پوهنتون داقتصاد پوهنځي په کال ۱۳۸۸ کی دلوړو زده کړو وزارت لخوا منظور او تأسیس شول چی په ۱۳۸۹ کال یی رسمآ دکندهار پوهنتون په چوکاټ کی په فعلیت پیل وکړ څرنګه چی دنوموړی پوهنځی دتأسیس څخه ډیره موده نه تیریږي ولي بیا هم داقتصاد پوهنځي دیوي ځواني او ودی په حال کي پوهنځي په توګه دمعیاري او ګتوروتحصیلي خدمتونو دعرضه کولو په برخه کي خپلو ټولو هیوادوالو ته متعهد ده، او داقتصاد پوهنځی رهبری په دي باور ده چی دکندهار پوهنتون داقتصاد پوهنځي په یوسالم مسیر کي دحرکت په حال کي ده چی دتوسعي او ودي لوری ته ګامونه اخلي. نو ددی ځواني پوهنځی دفعالیت په شروع کی لاندی څانګی په رسمی ډول منظوری شوی چی دمنجمنټ اوخصوصی تشبثاتو ،ملي اقتصاد ، احصايي اواکونو متري، مالي او بانکی څانګو څخه عبارت دی.

لیرليد:

مالی او بانکی څانګه به دنړیوالو علمی معیارونو په نظرکی نیولوسره داسی درسی اوڅیړنیز خدمت وړاندی کوی چی د مالی مدیریت او یانکداری د زده کړی لپاره غوره انتخاب وی او دبانکی سکتور لپاره به په کار پوه او متخصص کادرونه روزی

رسالت:

په نړیوالو معیارونود مالی اوبانکی څلنګی برابرول دی، زمونږ فارغین به دمالی او بانکی سکتور کارپوهان وی او دا وړتیا به ولری چی مالی سازمانونه او خصوصی سکتور په ښه ډول سره اداره او دمالی اوپولی پالیسیو غښتلی طرحه کوونکی وی

نوموړی څانګه دری تنه استادان لری

۱ـ پوهنیار صفی الله سمون

۲ـ پوهنیار غلام ربانی شهامت

۳ـ پوهیالی نصیر احمد نصرت