تاريخچه:

دکندهارپوهنتون داقتصاد پوهنځی سره نښتې ده، چي په کال ۱۳۸۹ ه.ل. کي په فعاليت شروع وکړله. داقتصاد پوهنځی دپنځو څانګو څخه مشتمل سوې، چي دهغو له کبله يې ملي اقتصاد يوه څانګه ده.

ليرليد:

دملي اقتصاد څانګه به دتدريسي، څېړنیزو اوعلمي خدمتونو دوړاندي کولو په برخه کي يوه مخکښه څانګه وي، چي دملي اقتصاد دکاري ساحه د اړتياوو په پام کي نيولو سره به په کار پوه او متعهد کادرونه ټولني ته وړاندي کړي.

رسالت:

دملي اقتصاد څانګه ديو داسي علمي او اکادميکه چاپيريال درامنځته کولو لپاره هڅه کوي، چي په لوړ کيفيت سره درسي او څېړنيز خدمات وړاندي کړي او دهيواد دملي اقتصاد لپاره مسلکي او په کار پوه کسان وروزي.

نوموړې څانګه درې ماسټران استادان لري:

  1. پوهنيار عبدالاحد ذاهد (د څانګي آمر)
  2. پوهنيار رحمت الله پښتون
  3. پوهنيار خواجه محمد احمدزی​

د نوموړي څانګي درسي مواد، کورس پاليسی او کریکولم د لوړو زده کړو د وزارت د علمي کميټې له خوا تصویب سوي دي.