پوهنمل انجنیر نذير احمد قانع

پوهنمل انجنیر نذير احمد قانع دحاجي ګل محمد زوي په ۱۳۵۷ل. کال کي د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالي په کلچه اباد نامه کلي کي زيږيدلی دی.په مسجد او مدرسه کي ئې ديني زده کړي کړي دي، د ديني زده کړو تر څنګ ئې ثانوي زده کړي په ۱۳۷۹ل. کال په ظاهر شاهي عالي ليسه کي سرته رسولي دي.لوړي زده کړي ئې د لسانس په کچه د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي د سيول په څانګه کي په ۱۳۸۴ل. کال کي پاي ته رسولي دي.د ماسټري په کچه لوړي زده کړي ئې د ټايلنډ د شاهي دولت د بنکاک د ښار د اسيايی تکنالوجي انسټيټوټ ((Asian Institute of Technology AIT د انجنيري او اوبو د سرچينو د مديريت په څانګه کي په ۱۳۸۹ل. کال کي پای ته رسولي دي.پوهنمل قانع په ۱۳۸۷ل. کال کي د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي علمي کادر ته شامل سوی، او په ۱۳۹۱ل. کال کي د نوي رتبو او معاش د سسټم د تطبيق په موخه د ازاد رقابت د ازمويني له لاري د کندهار پوهنتون د مالي او اداري مرستيال په توګه په ۲ بست کي مقرر سوی دی. تر اوسه پوري د مالي او اداري چارو د مرستيال په توګه دنده سرته رسوي.پوهنمل قانع په پوهنتون کي علمي کادر ته د شامليدو تر مخه هم د اسلامي، وطني او د ملي وجيبو د اصل پر بنياد د کندهار ويت د ملل متحد د اسکان بشر (UN Habitat) د اداري سره د ښاري پروګرامونو د مسؤل او ولايتي مشر انجنير په توګه همکار پاته سوی دی.پوهنمل قانع د اوبو د سرچينو د مديريت په برخه کي ډېري علمي څيړني کړي دي ، چي معتبرو داخلي او خارجي نشريو کي په نشر رسيدلي دي.پوهنمل قانع د لوړو زده کړو د رهبري، د کيفيت څخه د تضمين، د درسي نصاب د تجديد او پراختيا، علمي څيړنو، محصلانو ته د خدماتو د وړاندي کولو، د داخلي پوهنتونونو او پر منطقوي او نړېواله سطحه د نورو پوهنتونونو او علمي مرکزونو سره د کندهار پوهنتون د اړيکو د ايجاد او پراختيا په برخه کي تر ۱۶ په ډېرو بين المللي غونډو کي فعاله ګډون کړي دي.پوهنمل قانع د ده د ارزښتناکه او صادقانه خدمتونو د سرته رسولو په موخه د مختليفو ملي او بين المللی ادارو لخوا څخه تر ۱۴ زيات ستاينليکونو، مننليکونو او تقديرنامو وياړل سوی دی.