پیژندنه :

دفرهنګي اړيکو اوعلمي قراردادونو عمومي مديريت بست په ۱۳۹۲ل کال کي دکندهارپوهنتون درهبري په غوښتنه او هڅو په پايله کي دپوهنتون دعلمي اواکاډميکو اړيکو دپراختيا ، دعلمي فرصتونو دمهيا کولو ، دکندهار پوهنتون داستادانو ،کارمندانو دعلمي او مسلکي وړتياوو لوړولو او دپوهنتون داړيکو دمرکز په توګه دچارو دانسجام او کنټرول په موخه په تشکيل کي ځاي پرځای سو. یاد عمومي مديريت دايجاد دنېټې څخه تر دا مهاله (۶۱۰) تنه استادان او اداري کارکوونکي  دهيواد په دننه او دباندي کي لنډ مهاله علمي پروګرامونو ته دګډون په موخه ورپيژندلي دي ، چي له يادي جملې څخه(۴۵۵) تنودهيواد په دننه  او(۱۵۵) تنو دهيواد څخه دباندي عملاً په يادو پروګرامونو کي ګډون کړیدی ، همدارنګه دیاد مديريت لاري د(۴) دنننیو او(۱۹) دباندنيو پوهنتونونو/ ارګانونو سره دعلمي همکاريو دپراختيا په موخه تفاهم ليکونه لاسليک سويدي ، چي نومونه يې په لاندي جدول کي ليدل کيږي . همدارنګه یاد مديريت د نورو دنننیو او دباندنيو ارګانونو سره  درسمي اړيکو دټينګولو او کنټرولولو دمرکز په توګه کار کوي .