دعامه اړيکو څانګه چې دژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځی په چوکاټ کې فعاليت کوي اوخپل فعاليت يي۱۳۹۳ل. کال دميزان دمياشتي څخه راپيل کړې ده او خپل ټولې درسې او ادارې چارې په منظم ډول پرمخ بيايې، چې دعامه اړيکو څانګه په رسمي توګه پرانستل شوه، په لومړی دوره کې(۴۰) تنه محصلان لري. چې دهمدې څانګې دڅلورو تنو مجربو استادانو له خوا ېې ټول عملي او نظري درسونه پر مخ وړل کېږي.دعامه اړيکو څانګې مسلکي مضمونونه عبارت دي له دعامه اړيکو اساسات ،عامه اړيکې، پرمختللې عامه اړيکې، عامه افکار، دعامه اړيکو کمپاين او نور دي.

ليرليد:

په هيواد او سيمه کې دعلمي کچې پياوړتيا، دسازمانو او وګړو ترمنځ دشته ستونزو له منځه وړل 

وظيفوي رسالت :

دعامه اړيکو څانګه زيار باسي ترڅو داخلاقي معيارونو په رڼا کې،دعلمي او مسلکې پوهي،لاسته راوړلو، شريکولو او دعملي چارو لپاره ښه زمينه برابره کړي، ترڅو وکولای شي دهيواد دپرمختګ، هوسايني، داړيکو دټينګښت او امنيت لپاره کار وکړي. 

موخې:​

دعامه اړيکو په برخه کې دمسلکي کسانو روزل، ترڅو وکولای شی دسازمانونو او په هغې پورې دتړاو لرونکو وګړو ترمنځ ډاډمنه فضاً رامنځته کړي

دعامه اړيکو په برخه کې ټولنې ته دداسې محصلينو وړاندې کول،چې په علمي، اخلاقې او مسلکي ښکلا سمبال وي.

د دغه فن په لارويانو کې دهېواد پالنې او وفادارۍ داحساس ځواکمنتيا.

ارزښتونه :

 مسلکي او کادري لوړ کېفيت

داسلامي اخلاقو او وطن پالنې روحيه .

په کړنوکې شفافيت .

دفساد مخه نيول.  

داستاد پوهيالی مجيب الرحمن زيارمل لنډه پيژندنه

ښاغلي مجيب الرحمن زيارمل دفضل الرحمن زوي دميدان وردکو ولايت دچک ولسوالی دنيکپايقول دمحمودکلا اوسيدونکي چې په ۱۳۶۳ لمريزکال کې دحليم بابا خيلو په يوه پتمنه کورنۍ کې زيږدلی دي، ترشپږ کلنۍ وروسته دشيهد جمع خان په ابتدايه ښوونځی کې داخل او منځني زده کړي يي دنورالمدارس په عالی لیسه کې پيل او ثانوي زده کړي يي دغازي ګل احمد خان پهعالی لیسه کې بشپړې کړي، چې په ۱۳۸۴ لمرير کال دهمدې لیسي څخه فارغ او دکانکور ترازموينې وروسته يي دشيخ زايــد پوهنتــون ته لارومـــونده چې په ۱۳۸۸ لمريز کال کې دياد پوهنـتـــون د ژورنالـــيزم پوهنځی څخه فارغ شو، وروسته يي دڅه وخت لپاره د معارف په مربوطاتو کې د يو قرردادي مامور په توګه دنده اجرا کړه، چې بلاخره په ۱۳۹۲/۲/۳۰ نيټه د وردګو ولايت د حضرت عمر فاروق (رض) په منځني ښوونځي کې دعمومي مدير په توګه په دنده وګمارل شو او ديوکال لپاره يي په پوره ايماندارۍ سره دنده ترسره، چې تر يوکال دندې وروسته په ۱۳۹۳/۲/۱۶ نيټه د ازاد رقابت تر ازمويڼې وروسته د کندهار پوهنتون دژورناليزم پوهنځي ته داستاد په ټوګه بريالی شو، چې اوس مهال هم په پوره اخلاص او صميميت سره داولس دبچيانو په خدمت کې دي.