د پوهاند ډاکتر عبدالواحد وثیق لنډه پېژندنه

پوهاند ډاکتر عبدالواحد وثیق د محمد ابراهیم خان زوی د عبدالواحد خان لمسی د عبدالنبي خان کړوسی د سردار پاینده محمد خان کودی په قوم محمد زایی په (۱۳۳۹ل) کال د چنګاښ د میاشتي پر (۲۵) نیټه، چي د (۱۹۶۰میلادي) کال د جولای د میاشتي د (۱۵) نیټې سره سمون لري د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د کهک د کلي په یوه روشنفکره کورنۍ کي زیزیدلی دئ. ابتدایه زده کړي ئې د ارغنداب ولسوالۍ د خوشحال خان بابا په ابتدایه ښوونځی کي پای ته رسولي او وروسته تر هغه د کندهار ښار د مشرقي عالي لېسې څخه په (۱۳۵۸ل)کال کي فارغ او د کانکور په آزموینه کي د کابل طبي پوهنتون ته بریالی او په (۱۳۶۵ل)کال د طب پوهنځی څخه فارغ او د نامناسبه شرایطو  له کبله د هیواد څخه مهاجر سو، چي په (۱۳۷۵ل)کال کي د مهاجرت څخه راستون او د کندهار پوهنتون په طب پوهنځی کي د استاد په د نده و ګمارل سو، چي تر دې مهاله ئې د طب پوهنځی د رئیس، د پاچاخان د څېړنیز مرکز د رئيس، په طب پوهنځی کي د داخله څانګي امر او د عامي روغتیا د ماسټرۍ د پروګرام د همږغی کونکي په صفت دندي اجرا کړي او د (۱۳۹۸ل)کال د چنګاښ د مياشتي په (۱۰)نېټه د کندهار پوهنتون د رئيس په صفت وګمارل سو.

چاپ سوي آثار:

  • بېړنۍ طبي  پیښي ( ژباړه په ۳۰۰ مخونو کي).
  • د هضمي جهاز او پښتورګو ناروغۍ ( تالیف په ۲۸۰ مخونو کي).
  • د روغتیاییي ښوونو ملي لارښود ( په ۹۰ مخونو کي).
  • د زړه او رګونو ناروغۍ ( تألیف  په ۱۹۷ مخونو کي)
  • تغدیه او سؤ تغذیه ( تألیف په ۱۲۸ مخونو کي)

ناچاپه آثار:

  • د پشتورګو ناروغۍ
  • روغتیایي ښوونه او دچاپیریال روغتیا

څېړنیز آ ثار:

  • په د خانیاتو باندي روږد و وګړو کي د ځنډنی برانشیت پیښي.
  • د کندهار په ولایت کي د ویني ورکولو کچه، علتونه او د ترانسفیوژن اختلاطات.
  • د کندهار په ولایت کي د ویني د لوړفشار پیښي، او کلیوي اختلاطات.
  • د کندهار ولایت د ښاري بشپړ روغتیایي مرکز او ولسوالۍ د بشپړ روغتیایي مرکزونوکي د حاملګي ضد درملو د استعمال د کچي ترمنځ د توپیر په اړوند څېړنه.
  • په کندهار ښار کي د شري د ناروغۍ د کچي د معلومولو څېړنه.
  • په کندهار کي د توبرکلوز (سٍل) ناروغۍ د درملني د پايلو معلومول.