پوهنمل محمد هاشم دقیق د حاجي محمد اشرف زوی په (۱۳۶۲ل) کال کي د کندهار ښار په دوهمه ناحیه کي زېږدلی دئ. په یوکلنۍکي د هیواد د خونړیو پېښو او تنظیمي شخړو له امله ئې  پر کورنۍ د عادي ژوند کړۍ تنګه سول او هر یوه هڅه کوله، چي له خپلي کورنۍ سره له هیواده پښې سپکي کړې.په دې بد مرغه لړۍ کي ښاغلي دقیق کورنۍ اړه سوه، تر څو د پردیو هيوادونو د مهاجرت ناخوالي او تنګ دستۍ پر ځان یوسي او د پاکستان په کویټې ښار کي استوګن سول او هم هلته ئې د مهاجرت شپې او ورځي سبا کولې.دقيق خپلي لومړنۍ او منځنۍ زده کړي د شهید مولوي حبیب الرحمن په لېسه کي سرته ورسولي او په (۱۳۷۹ل) کال کي د نوموړۍ لېسې څخه فارغ سو، چی تر فراغت وروسته بیرته و خپل پلرني ټاټوبي ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان کلي ته راستون سو.په (۱۳۸۰ل) کال ئې د کانکور ازموینه ورکړل او په لوړو نمرو د کندهار پوهنتون کرهڼي پوهنځی ته بریالی سوو، د څلور کلني تحصلي دورې په پوره کيدو سره په(۱۳۸۴ل)کال د ياد پوهنځی څخه په کادر کي فارغ او په (۱۳۸۵ل) کال کي د کندهار پوهنتون د کرهڼي پوهنځی و علمي کادر ته شامل او د استادۍ د مقدسي دندي مسولیت ئې پر غاړهواخيست.دقیق په(۱۳۸۷ل) کال کي د اقتصاد په برخه کي مافوق لیسانس تر لاسه کولو په موخه د المان هیواد رور (University Ruhr)پوهنتون ته واستول سو او د یوه کال او دوو میاشتو په تېرولو سره ئې دا دوره په پوره بریالیتوب سره پای ته ورسوله.په(۱۳۹۰ل) کال کي د ماستري د دوه کلني دورې له پاره د اقتصاد او اداري په برخه کي یو ځل بیا د جرمني هیواد د بوخو مرور ( University Ruhr) نړیوال پوهنتون ته په بورس واستول سو، چي نوموړي دا دوره هم په بریا سره پای ته ورسوله.پوهنمل دقیق تر ماسټری د دورې د ختمولو وروسته بیر ته د (۱۳۹۲ل) کال میزان په میاشت کي خپل هیواد ته راستون او خپلي استادۍ ته ئې په اقتصاد پوهنځی کي ادامه ورکړل، چي دوې میاشتي وروسته د کندهار پوهنتون د مشر تابه په وړاندیز او د هغه وخت د رئیس جمهور ښاغلي حامدکرزي د حکم پر اساس د اقتصاد پوهنځی د رئیس په توګه وټاکل سو، چي تر اوسه د ياد پوهنځی د  ریاست تر څنګ د اقتصاد پوهنځی د ورځي او شپې په برخه کي مختلیف مضامین تدریس وي او علاوه پردې په عامه اداره او پاليسي، ژورنالزم او حقوقو پوهنځیو کي هم ځني اقتصادي مضامینو د تدریس چاري ور د غاړي دي او همدارنګه د کندهار ولایت د والي ډاکټر همایون عزیزی په دوره کي د هغه اقتصادي مشاور او د ښاروالي د مشورتي بورډ غړي هم پاته سوی دئ.د خپلي تحصیلي دورې په لړ کي د هیواد نه بهر په المان او د هیواد په دننه کي د مختلیفو علمي، ټولنیزو او اقتصادي سیمینارونو، کنفرانسونو او ورکشاپونو کي برخه اخیستې ده.

د ښاغلي دقیق صاحب تالیفات او څیړني:

  1. Daqiq, Muhammad Hasham: (2005). The Impact of the Seasonal Crop on Kandahar Economy, Bachelor Monograph, Kandahar University – Afghanistan.
  2. Daqiq, Muhammad Hasham, et al, (2011). Current Economic Challenges of Afghanistan, research paper, submitted to the IEE, Ruhr University Bochum, Germany.
  3. Daqiq, Muhammad Hasham (2013). Market Concentration in Afghanistan comparing indexes with the stories on the ground (The case of Mobile Sector), Master Thesis, and Submitted to the IEE office, Ruhr University Bochum, Germany.
  4. Daqiq, Muhammad Hasham (2014). Market Concentration in Afghanistan comparing indexes with the stories on the ground (The case of Mobile Communication Industry), Master Thesis, Published in LAMBERT Academic Publishing (LAP) ISBN# 978-3-659-63078-1- Saarbucke, Deutschland/Germany. Email: Info@lap-publishing.com.
  5. Daqiq, Muhammad Hasham & Ahmadzai, Khawja Muhammad (2014). Measuring Geographical Disadvantage of Afghanistan The Case of Cross Boundary Trade between Afghanistan and Pakistan Published in Kabul University, Economics’ Faculty, Scientific Journal, Kabul  Afghanistan.
  6. Daqiq, Muhammad Hasham and Ahmadzai, Khawja Muhammad (2015). The Impacts of TAPI project on Afghanistan Economy, Published in Kandahar University, Scientific Journal, Kandahar Afghanistan.
  7. Daqiq, Muhammad Hasham (2016) Investment Opportunities and Barriers of Kandahar Provence, Published in Kandahar University, Scientific Journal, Kandahar Afghanistan.
  8. Daqiq, Muhammad Hasham (2016) Afghanistan’s Private sector Barriers and its Solutions. A three years Research for academic promotion, not published 
  9. Daqiq, Muhammad Hasham, (2014) Market Concentration in Afghanistan Communication Sector,