د پوهنيار ضياءالرحمن مشک عالم زی لنډه پېژندنه:

پوهنيار ضياءالرحمن مشک عالم زی د سيف الرحمن زوی د غزني ولايت اندړو ولسوالۍ د غازي ملا مشک عالم په چهار دېوال کي دې دنيا ته په (۱۳۶۶ل.) کال کي سترګي غړولي دي. نوموړي تعلېم له خپل  پلار څخه شروع کړ. د ديني علومو ترڅنګ ئې عصري علوم تر ابتدائي دورې پوري د ملامشک عالم په لېسې او له هغه څخه وروسته ئې د سلطان شهاب الدين لېسې ته شامل او په(۱۳۸۴ل.)کال کي فارغ سوی دئ.نوموړی د کانکور له آزمويني وروسته ننګرهار پوهنتون شرعياتو پوهنځي ته په (۱۳۸۶ل.)کال کي شامل، په (۱۳۹۰ل.) کال کي ئې د ياد پوهنځی څخه د فراغت سند تر لاسه کړ او په همدې کال د کندهار پوهنتون شرعياتوپوهنځي د اسلامي تعلېماتو په څانګه د علمي کادر غوښتنه وکړه او په (۱۳۹۲ل.) کال کي د دې پوهنځی د علمي کادر د غړي په توګه ومنل سو. نوموړي له درې کالو خدمت وروسته د پوهنځي د مرستيال په توګه دنده سره ته رسولې او د (۱۳۹۴ل.) کال په پای کي د امريکا متحده ايالاتو واشنګتن پوهنتون په بلنه د ماسټري هوډ وکړ او ماسټري ئې د مقايسوي حقوقو په برخه کي په نوموړې پوهنتون کي پای ته ورسوله او په (۱۳۹۶ل.) کال کي بيرته هيواد ته راستون سو، چي د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت په وړانديز او د جمهور رئيس په منظور د پوهنځی رئېس وټاکل سوو.مشک عالم زي په بېلا بيلوعلمي سفرونه بهرنيو هيوادونو ته تللی دئ.