د جميل احمد ناصري لنډه پېژندنه:

جمیل احمد ناصري د شېر محمد ناصري زوی د مرحوم ډاکټر شاه محمد ناصري‌ لمسی په ۱۳۷۱ل.کال کي د جنوبي پښتونخوا د پښين ولسوالۍ په یارو کلي کي زیږېدلی دئ. لومړنۍ زده کړي ئې د مهاجرت پر مهال د یارو کلي په منځني ښوونځی کي تر سره کړي دي.نوموړی په ۱۳۸۰ل.کال کي له خپلي کورنۍ سره یو ځای هیواد ته را ستون او د کندهار ولايت په صوفي صاحب ذکور عالي لېسه کي ئې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، چي په ۱۳۸۹ل.کال کي په اعلی درجه فارغ سو.په همدغه کال ئې د کانکور په ازموینه کي تر ګډون وروسته د کندهار پوهنتون ژورناليزم پوهنځی ته په ۲۸۱ نمرو بریالی او په ۱۳۹۵ل.کال کي د یاد پوهنځی له عامه اړیکو څانګي څخه فارغ سو.ښاغلي ناصري د کندهار پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی په عامه اړيکو څانګه کي تر څلورو سمسترونو افتخاري تدريس وروسته په ۱۳۹۷ل.کال کي د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځی و علمي کادر ته شامل سو.نوموړي د ۲۰۱۴م،کال له سپټمبر مياشتي څخه د ۲۰۱۶م.کال تر جون مياشتي پوري د هیواد راډیو تلویزیون سره د پروډیوسر او د خبرونو د ویاند په صفت دنده ترسره کړې او د ۲۰۱۶م.کال له جون مياشتي څخه د ۲۰۱۸م.کال تر فبروي مياشتي پوري ئې د کندهار کلید راډیو سره د نشراتو د مسؤل په صفت کار کړي دئ.نوموړي د یوه کال له پاره دUN Habitat  موسسې د OC (Over side Consultant) څانګي سره دCommunication and Reporting Officer  یا د ارتباطاتو د مسؤل په صفت هم دنده اجرا کړې ده.د ښاغلي ناصري مورنۍ ژبه پښتو، خو په دري، انګليسي او اردو ژبو رواني خبري کولای سي.نوموړی يو ځل د کندهار ولایت مقام له خوا په ۲۰۱۷م.کال کي د غوره ښوونکي په ویاړ ستایل سوی، په ۲۰۱۸م.کال کي د هیواد راډیو تلویزیون په یوولسمه کلیزه کي د دغه رسنیز ګروپ د مشرتابه له خوا د هیواد تلویزیون سره د دوامداره همکارۍ له امله تقدير سوی او په ۲۰۱۹م.کال کي د KJC  یا د کندهار د خبریالانو د مرکز له خوا د کال د غوره ښوونکي جایزه ورکړل سوې ده.