پوهنوال شامحمود بری د مرحوم حافظ ولي محمد زوی په ۱۳۴۱ ل کال دکندهار ولایت ۳ یمي ناحیي په یوه متدینه او روڼ اندي کورنۍ کي دې نړی ته سترګي پرانیستي دي.لومړنی زده کړي ئې په محمود طرزي ښوونځی او ثانوي زده کړي ئې دمیرویس نیکه لیسي دساینس په څانګه کي په عالي درجه پای ته رسولي دي. په ۱۳۶۱ ل کال دکابل پوهنتون دکرهڼي پوهنځی داګرانومي څانګي څخه په علمي کادر کي فارغ او تر ۱۳۶۲ ل کال پوري دیوه کال له پاره پاته سو.دهغه وخت دناخوالو او شته ستونزو له کبله ئې په خپل مسلک کي و تدریس ورکولو ته دوام ورنه کړ. د ۱۳۶۲ – ۱۳۶۵ ل کلونو ترمنځ  دکندهار عالي دارالمعلمین دکیمیا او بیولوژي څانګه کي تدریس ترسره کړی. دهجرت په وخت کښې د۱۳۶۵ – ۱۳۶۸ ل کلونو ترمنځ دمرسي کور انټرنیشنل (MCI) موسسي د اداري مسول په توګه پاته سوی. وروسته د (SCA) موسسي دکرني څانګي دمشاور په توګه او بیا په کندهار کي دوترنري خدمتونو اتحادئې درئيس په توګه ئې دنده ترسره کړی ده.د ۱۳۶۹ ل کال څخه تر اوسه کندهار پوهنتون کي داستاد دمقدسي وظیفي ترڅنګ دپوهنتون رئيس ، پوهنتون علمي مرستیال او پوهنځي رئیس په توګه پاته سوی چي اوس مهال هم کرهڼي پوهنځی دریاست ترڅنګ دتدریس ، د پوهنتون او پوهنځي په بیلابیلو کميټو کي دمشر په توګه وظیفه اجرا کوي.پوهنوال شامحمود بري د خپل مسلک اړوند دکرنیزي سروي په برخه کي ډيپلومه حاصله کړی ده. ۳۲ علمي او څيړنیز چاپ او ناچاپ اثار لري. په داخلي او خارجي ژورنالونو کي ۲۵ علمي مقالي و چاپ ته سپارلي او ۱۲ هیوادونو ته ئې د څيړنو ، علمي ورکشاپونو او سمینارونو په موخه سفرونه کړي دي.