اصلي منځپانګه دانګل
درئيس لنډه پیژندنه
پوهاند ډاکتر عبدالواحد وثیق د محمد ابراهیم خان زوی د عبدالواحد خان لمسی د عبدالنبي خان کړوسی د سردار پاینده محمد خان کودی په قوم محمد زایی په (۱۳۳۹ل) کال د چنګاښ میاشتي پر (۲۴) نېټه، چي د (۱۹۶۰ز.) کال د جولای میاشتي له (۱۵) نېټې سره سمون لري د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د کهک د کلي په یوه روشنفکره کورنۍ کي زېږېدلی دئ. ابتدایه زده کړي ئې د ارغنداب ولسوالۍ د خوشحال خان بابا په ابتدایه ښوونځي کي پای ته رسولي او وروسته تر هغه د کندهار ښار له مشرقي عالي لیسې څخه په (۱۳۵۸ل.)کال کي فارغ او د کانکور په آزموینه کي د کابل طبي پوهنتون ته بریالی او په (۱۳۶۵ل.) کال له طب پوهنځي څخه فارغ او د نامناسبه شرایطو له کبله له هیواد څخه مهاجر سو، چي په (۱۳۷۵ل.)کال کي له مهاجرت څخه راستون او د کندهار پوهنتون په طب پوهنځي کي د استاد په د نده و ګمارل سو، چي تر دې مهاله ئې د طب پوهنځي د رئیس، د پاچاخان څېړنیز مرکز د رئيس، په طب پوهنځي کي د داخله څانګې آمر او د عامي روغتیا د ماسټرۍ پروګرام د همږغي کوونکي په صفت دندي اجراء کړي او د (۱۳۹۸ل.)کال د چنګاښ مياشتي پر (۱۰) نېټه د کندهار پوهنتون رئيس وټاکل سو.
چاپ سوي آثار:
-
بېړنۍ طبي پیښي ( ژباړه په ۳۰۰ مخونو کي).
-
د هضمي جهاز او پښتورګو ناروغۍ ( تالیف په ۲۸۰ مخونو کي).
-
د روغتیاییي ښوونو ملي لارښود ( په ۹۰ مخونو کي).
-
د زړه او رګونو ناروغۍ ( تألیف په ۱۹۷ مخونو کي)
-
تغدیه او سؤ تغذیه ( تألیف په ۱۲۸ مخونو کي)
-
روغتیایي ښوونه او دچاپیریال روغتیا(تألیف په ۱۵۹ مخونو کي)
ناچاپه آثار:
-
د پښتورګو ناروغۍ
-
د امېندوارۍ په دوران کي تغذیه
-
د ویني د لوړ فشار اړوند معلومات او عامه پوهاوی.
څېړنیز آ ثار:
-
په د خانیاتو باندي روږد و وګړو کي د ځنډنی برانشیت پیښي.
-
د کندهار په ولایت کي د ویني ورکولو کچه، علتونه او د ترانسفیوژن اختلاطات.
-
د کندهار په ولایت کي د ویني د لوړفشار پیښي، او کلیوي اختلاطات.
-
په کندهار ښار کي د شکري ناروغۍ د معلومولو کچه او اقتصادي اغیزې.
-
په کندهار کي د توبرکلوز (سٍل) ناروغۍ د درملني د پايلو معلومول.
-
په کندهار کي د چاغوالي کچه او د خوړو اغیزې.
-
د کندهار ولایت د دولتي مکتبونو په معلمینو کي د ویني د لوړ فشار کچه او اقتصادي اغیزې.
د پوهنتون رئیس
کندهار ښار، افغانستان
اړېکشمېره: ۹۳۷۰۰۳۰۰۳۳۰+
برېښنالیک: wahed330@gmail.com , chancellor@kdru.edu.af
ویبپاڼه: www.kdru.edu.af