داوبو او چاپېريال انجنيري څانګي تأسيس په ۲۰۱۲ کال کي د لومړي ځل له پاره په کندهار پوهنتون کي د پوهنتون د پخواني علمي مرستيال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د نه ستړيکيدنکو او نه هيريدونکو هلو ځلو سره تأسيس سوه. د افغانستان په پوهنتونونو کي د اوبو او چاپيريال انجنيري په برخه کي دا لومړۍ څانګه ده، چي د کندهار پوهنتون د انجينيري پوهنځي په چوکاټ کي د سيول څانګي څخه وروسته تأسيس سوه.د نوموړي څانګي کوريکولم په تايلند هيواد کي د آسيا ټيکنالوجي انستتيوت(AIT) په تخنيکي همکاري د نړيوالي منل سوي انجنيري او ټيکنالوجي کميټې د معيارونو په رڼا کي د کاناډا په مالي مرسته  جوړ سوی دئ.اوس مهال د اوبو او چاپيريال انجنيري څانګه نهه (9)  تنه استادان لري، چي د هغه جملې څخه اته (۸) استادانو ئې په نړۍوالو پوهنتونو کي ماسټري تکميل کړې ده، او يو تن استاد ئې د ماسټري په جريان کي دئ.د اوبو او چاپيريال د انجنيري څانګه غواړي چي د اوبو او چاپيريال په برخه کي د لوړو زده کړو او مسلکي کادرونو په روزلو، د څيړنو په سرته رسولو او خدماتو په وړاندي کولو سره د هيواد په کچه مخکښه ، او سيمه کي نوموتې اداره وي.

 رسالت :

د اوبو او چاپېرېال د انجنېري څانګه د خپل رسالت له مخي د داسي يو علمي چاپېرېال د رامنځ ته کولو له پاره کار کوي چيري چي د هغه استادان، مامورين او محصلېن وکولاي سي خپل لېرلېد ته ورسېږي.

 هدف:  

د اوبو او چاپېريال انجنيري څانګه چي د اوبو او چاپېريال په برخه کي يې د هيواد په کچه د :

۱. وړکادرونو روزل

۲. څېړنو ترسره کول او

۳. ټولنيزو خدماتو وړاندي کول

د مهمو موخو له جملې څخه شمېرل کيږي.

 ارزښتونه:

۱. منلی ملي او نړيوال کيفيت

۲. اسلامي او افغاني مقدساتو ته درناوی

۳. اسلامي او انساني اخلاق ، د خدمت او وطن دوستی روحيه

۴. شفافيت او د فساد مخنيوی

داوبو او چاپېريال انجنيري دڅانګي استادان