د حقوقي کلینیک پیژندنه :

د حقوقو او سیاسي علومو او د شرعیاتو پوهنځيو عمده دنده او رسالت د هیواد په کچه عدلي او قضائي ارګانونو ته په اکاډمیک لحاظ مسلکي، په کار پوه او متعهدو کادرونو روزل دي، او په دې برخه کي هیڅ ډول سعئې او هڅي نه دي سپمولي او د خپل ځورېدلي او مظلوم ولس له پاره خپل دغه سپېڅلي هوډ ته ژمن هم دي، چي دا لوی رسالت  د قانون حاکمیت، د یو داسي عدلي او قضایي سیستم رامنځته کول، چي پر عادلانه محاکمې باندې ولاړ وي، د اشخاصو حقوق او وجائب په کښي خوندي وي او د اسلامي او بشري حقوقو تحفظ او ساتنه، چي د انسانانو د اجتماعي او فطري غوښتنو څخه ده، رامنځته کوي.د حقوقو او سیاسي علومو او شرعیاتو دواړه پوهنځي په عدلي او قضایي برخه کي د خپل ملت د بچیانو د لاښې معیاري او عصري روزني او د دې هیواد د عدلي او قضایي نظام د ثبات او پرمختګ له پاره په دې  بسنه نه کوي او د هیواد د مرعی الاجرا قوانیو په رڼا کي هرې هغي منبع څخه کار اخلي، چي په دې برخه کي اغیزمن او ګټور وي .د دې له پاره، چي د حقوقو او سیاسي علومو او شرعیاتو پوهنځیو د محصلانو له پاره د عملي کارونو زمینه مساعده سي، چي دا عملي زده کړې په خپله د دوی د تحصیل په مرحله کي د مسلکي حقوقي زده کړو یو مناسب فرصت دئ، ځکه د واقعي عملي ستونزو سره په مخامخ کیدو او د استادانو په لارښوونه د یادو قضایائو په حل او فصل کي به ډیري حقوقي تجربې ترلاسه کړي او د څلور کلني تحصیلي دورې په بشپړولو سره به کاملأ عملي کار ته په تیوریکي او عملي لحاظ آماده وي، همدارنګه له دې لاري به مسلکي او متعهدانه حقوقي خدمات علی الخصوص هغو بې وزلو  کسانو ته، چي په وړیا ډول حقوقي خدماتو ته اړتیا لري، وړاندي سي.له بله پلوه د لوړو زده کړو وزارت غواړي، چي د هیواد ځیني کلیدي پوهنتونونو مالي او اکاډمیک استقلالیت ترلاسه کړي تر څوخپلي پریکړي په خپله په خپل وخت پرته د ځنډ او خنډ څخه ترسره کړي. د مالي استقلالیت په برخه کي به هم حقوقي کلینیک د دواړو پوهنځیو له پاره د عوایدو یوه سرچینه وي.البته د پورته مطالبو په پام کي نیولو سره د کندهارپوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو او شرعیاتو پوهنځیو په ګډه دا پریکړه وکړه، چي د افغانستان د حقوقي مساعدتونو د مقررې د ۷ مادې د ۴ فقرې پر بنسټ د حقوقي کلینیک په جوړولو اقدام وکړي، چي په دې کار سره به محصلانو ته برسیره په تیوریکي زده کړو د عملي زده کړو زمینه هم مساعده سي.د کندهار پوهنتون حقوقي کلینیک هغه مرکز دئ، چي په هغه کي د حقوقو او سیاسي علومو او شرعیاتو پوهنځیو محصلان د مسلکي حقوقي مهارتونو د لاسته راوړني په موخه، د حقوقي مساعدتونو د وړاندي کولو او د حقوقي مساعدینو یا مدافع وکیلانو  کړه  وړه او د دفاع د بیان طرز او ارایه، د حقوقي پوهاوي په برخه کي د ټولني  بیلابیلو طبقو ته، تمثیل کوونکي عملي فعالیت ښیي.مکمل نوم (د کندهار پوهنتون حقوقي کلینیک)(Kandahar university Legal Clinic  (  دی او لنډیز  ئې (KDRULC) دي.

 د حقوقي کلینیک موخي په لاندي ډول دي:

  • د ټولني بې وزلو طبقو په ځانګړي ډول ماشومانو او ښځو له پاره حقوقي مرستو ته د لاس رسي ته زمینه برابرول.
  • د کندهار پوهنتون د حقوقو او شرعیاتو  پوهنځیو د محصلانو د مسلکي مهارتونو د لوړاوي په منظور د یوې عملي برنامي تاسیس.
  • په جزایي او مدني برخه کي د دفاع وکالت له مهارتونو سره د حقوقو او سیاسي علومو او شرعیاتو د پوهنځیو د څلورم کال د محصلانو اشناء کول.
  • د کندهار ولایت د ښوونځیو شاګردانو ته د روزل سوو محصلانو لخوا په حقوقي برخه کي د عامه پوهاوي ورکول.
  • د طرفینو د رضایت په صورت کي د اسلامي شریعت د احکامو او د افغانستان د نافذه قوانینو په رڼا کي د مصالحې له لاري د شخړو او منازعاتو حلول.
  • نو د پورتنيو اهدافو د ترلاسه کولو په موخه د (۱۳۹۶ل.)کال د لیندۍ د میاشتي پر ۵ نېټه د یک شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون په حقوقو او سیاسي علومو پوهنځۍ کي د حقوقو او سیاسي علومو او شرعیاتو پوهنځیو د محصلانو له پاره حقوقي کلینیک پرانیستل سو.

اداري تشکیلات:

۱ – پوهیالی میرویس نیازی د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی استاد ( د حقوقي کلینیک مسئول)

۲ – پوهیالی عبدالروف اوا د شرعیاتو پوهنځی استاد ( د حقوقي کلینیک مرستيال)

۳ – پوهیالی سردار ولي شفا د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی استاد ( د حقوقي کلینیک غړی)

۴ – پوهیالی سمیع الله عزام د شرعیاتو پوهنځی استاد ( د حقوقي کلینیک غړی)